یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهظریف: د سیمې هېوادونه باید د افغان سولې د راتګ لپاره سره...

ظریف: د سیمې هېوادونه باید د افغان سولې د راتګ لپاره سره یو شي

تاند (دوشنبه، د حمل ۹) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي د افغانستان د سولې په مسئله کې بشپړې همکارۍ ته تیار دي.

نوموړي د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې یې هڅه دا ده چې په سیمه کې یو دایمي ثبات رامنځ ته شي.

د ظریف په وینا ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی او زیاتوي چې په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه ده.

د نوموړي په خبره د سیمې هېوادونه باید په ګډه همکارۍ په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره مرسته وکړي او په دغه هېواد کې دې د سولې د راتګ لپاره سره یو لاس شي.

جواد ظریف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه ولسمشر غني هم نن د  یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په یادکنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته تللی دی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې له ګډون او وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمن، لومړي وزیر او د هغه هېواد د پارلمان رییس سره وګوري او پر یو لړ مسایلو به خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب