چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+هند په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې هم انګلستان مات کړ

هند په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې هم انګلستان مات کړ

تاند ( دوشنبه، د حمل ۹) د هند او انګلستان ترمنځ درېيمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه تېره شپه دهند په ګټه تمامه شوه.

که څه هم په دې لوبه کې انګلینډۍ لوبډلې ښه مقابله وکړه خو بیا هم بریالۍ نه شوه.

د دې لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ۴۹ ام اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٩ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۳۳۰ منډو هدف ورکړ.

هند لپاره ريشب پانټ ٧٨، شيکر دهون ٦٧، هارديک پانډيا ٦٤، روهيت شرما ٣٧ او شردل ټاکر ٣٠ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بیا مارک ووډ ٣، عادل رشيد ٢ هندي لوبغاړي وسوځول.

انګلستانۍ لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٢ منډې وکړې او د ۷ منډو په توپير یې لوبه بایلوده.

په دې سره هندۍ لوبډلې روانه لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

انګلینډ لپاره سام کرن ٩٥ ناسوځېدلې ، ډيويډ ملن ٥٠، ليام ليوينګسټون ٣٦ او بين سټوکس ٣٥ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بیا د هند لپاره شردل ټاکر ٤، بوينشور کمار ٣ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړی سام کرن او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی جوني بيريسټو وټاکل شول.

د یادونې ده چې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې هند دوه او انګلستان یوه لوبه وګټله.

هند له دې وړاندې د شل اوره لوبو لړۍ کې هم انګلستان ته ماتې ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب