چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهبشر حقونو کمیسیون: په ترکیه کې جوړېدونکې ناسته کې د ښځو ونډه...

بشر حقونو کمیسیون: په ترکیه کې جوړېدونکې ناسته کې د ښځو ونډه مهمه ده

تاند(دوشنبه، د حمل ۹) د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته کې د ښځو رول مهم دی، باید چې پراخه ونډه ورکړل شي.

د دې کمېسیون مشرې شهزاده اکبر رسنیو ته ویلي، چې په داسې ناستو کې د ښځو رول د سولې پر روانه پروسه مثبت اغېز کوي او ګټوره پایله لري.

اغلې اکبر زیاته کړې: “د دوحې په بحثونو کې څلور ښځې شاملې وې چې د قناعت وړ نه دي. متاسفانه موږ په مسکو کې شاته پاتې شو او د ښځو شمېر را کم شو، یوازې یوه ښځه پکې وه…”

بلخوا د هېواد ځینې ښځینه مدني فعالانې هم په استانبول کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته کې د ښځو پر زیاتې ونډې ټینګار کوي او په وینا یې افغان ښځو ته په داسې ناستو کې بلنه ورکول د روان کړکېچ په له منځه‌ وړلو کې مرسته کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د مارچ په ۱۸مه په مسکو کې لویه ناسته ترسره شوه، چې د ښځو په استازیتوب یوازې حبیبه سرابي ور بلل شوې وه.

ټاکل شوې ده چې دا ځل به ترکیه په اپرېل میاشت کې د افغان سولې په تړاو د یوې سترې ناستې کوربه‌توب کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب