شنبه, اپریل 20, 2024
Home+زما خدای بښلی استاد او لارښود| امیرجان وحید احمدزی

زما خدای بښلی استاد او لارښود| امیرجان وحید احمدزی

زما استاد او لارښود

راغلم جهان ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي مازدیګر بیرته وړم
استاد پسرلی

په شپېتمو کلونو کې چې د پخواني شوروي د پوځي یرغل او تاړاک له لاسه پاکستان ته کډوال شو، نو ډېری پلرونه او مشران د خپلو کورنیو او اولادونو سرپناه، جامو او خوړو ته اندېښمن وو، مګر په دغه منځ کې داسې یو څوک هم و چې د خپلو اولادونو پرځای یې د هیواد د ځوانانو او زلمکیانو د ښه برخلیک  او  راتلونکي ځلولو عالي او انساني فکر کاوه او پاله.

دغه  بې جوړې او خواخوږی انسان خلیل الرحمن نومېده، په سرمعلم خلیل مشهور و. دغه ارام انسان لږ ګړېده او

خلیل الرحمن

ډېر تپېده. نمایشي کارونه او حرکتونه یې یا زده نه و او یا یې نه خوښېدل. حتی خپل کار او کړنې یې هم د نورو مخته نه یادولې او نه لویولې. عجیب هڅاند او عملي انسان و. د صوابۍ ګجوانو غونډۍ په لمن کې د هدیرې ترڅنګ په سپېره ډاګ یې خړې خېمې ودرولې چې  موږ بې کوره او بې اوره ته له ماڼیو کمې نه وې.

د سرمعلم صاحب په هڅونه او سپارښتنه ما او  لسګونه څه چې سلګونه ماشومانو او زلمکیانو له همدغو خړو خېمو د الفبا زده کړه پیل کړه، کرار کرار یې د ژوند اصول او کړه وړه راوښودل. کال لا نه و تېر چې د دغه خواخوږي او دنګ قامتي انسان د هڅو له برکته خړې خېمې په تجیرونو او بالاخره په پخو ودانیو بدلې شوې. مېز، څوکۍ، کتابچې، بکسې، کتابونه، تختې، جامې، خولۍ او د اړتیا وړ ټول توکي یې راپیدا کول او پر موږ وېشل.

د ښوونځي په انګړې کې یې ونې ، بوټي او ګلان وکرل، په منځ کې یې لوی د اوبو حوض او یوې غاړې ته د ولیبال جال او لوبو میدان جوړ کړ. هغه سپېره ډاګ په شنه او اباده سیمه بدل شو. د زده کوونکو ترانو او زمزمو په کې جلا کیف درلود. هر سهار به له  هرې لارې او لوري د زده کوونکو بهیر رامات وو او هره غرمه به ستړي او ځنګېدلي بېرته خپلو مېنو او کورونو ته ستنېدل.

سرمعلم خلیل الرحمن له مهربانۍ او غوسې جوړ انسان و، مګر قهر یې بې ځایه او بې مورده نه و. په درسي بهیر کې یې د ښوونکو او زده کوونکو له لوري هیڅ ډول خنډ او ځنډ نه مانه. د درسونو ترڅنګ یې د زده کوونکو نظافت او د ښوونځي نظام ته هم جدي پام کاوه. هر سهار به یې د اسمبلۍ پرمهال په خپله د زده کوونکو د وېښتو، لاسو او جامو نظافت کوت. کومه بې نظمي، ګډوډي او بې پروایي به یې چې ولیده، نو د سزا ورکولو او یا توصیې په اساس به یې د هغې د اصلاح او بیا نه تکرارېدو غوښتنه کوله.دا قول او تکیله کلام یې ډېر مشهور و چې ویل به یې،  غریب خو خدای کړې، مګر دا خیرن چا کړې؟

د وېښتو کمولو فارمولا یې لومړی پرځان او بیا په نورو تطبیقوله، هر وخت به یې چې خپل ویښتان کم او یا پاک ورخل، نو بیا به یې سهار د اسمبلۍ په سر او یا په هر ټولګي کې د ویښتو کمولو او رخلو سپارښتنه وکړه، په سبا به یې بیا له مخې کتل، چا به چې سپارښتنه نه وه منلې، نو سزا به یې ګالله، مګر په بل سبا به د ټولو وېښته د هغه د سپارښتنې له مخې یو برابر و.

د نوموړي لویه ښېګڼه او ځانګړنه دا وه چې هیچاته په هیڅ ډول فرق او امتیاز قایل نه و، سکه ناسکه، غریب، شتمن او د ادکۍ مور زوی ټول ورته یو برابر وو. په کمکینې به زما غوندې تنبلو او وېرندکو زده کوونکو باندې  د ده درسي ساعت لکه د روژې  مازدیګری اوږد شو، ځکه د کورنۍ دندې، تېر او نوي درس پوښتنه به یې کوله. تختې ته به یې ورغوښتلې او یا به یې د ټولګي مخته درس درباندې تېراوه، له وېرې او وارخطایي به له ډېرو که زده درس  هېر نشو، مګر خوله به یې خامخا وچېده او پښې لړزېدې، خو سرمعلم صاحب به داد او زړه در کاوه، دا وړتیا او مهارت به یې درکې روزه چې څنګه د نورو پر وړاندې له وېرې او لړزې پرته هم ودرېږې او هم وغږېږې.

نه یوازې زده کوونکو، بلکې ښوونکو یې هم خاص خیال ساته او د ده له اصولو سره یې ځان عیار کړی وو، ځکه ټول پوهېدل چې هغه ته خپل اصول ډېر ګران وو او د بې اصولۍ سزا شنې لښتې او یا هم باڼس لرګی و.

سرمعلم خلیل الرحمن به چې د ښوونځي په لوی وره راننوت، نو په ټولګیو کې به عجیب نظم راغی. نوموړی چې څومره د زده کوونکو په برخه کې جدي و، نو همغومره د ښوونکو په برخه کې هم سخت وو.  که څه هم هغه مهال د هغه جدیت ته ځورېدو او نه مو خوښېده، مګر وروسته د پوهنتون په دوره کې د هغه د جدیت په ارزښت پوه شو او دا مو درک کړه چې دغه ځای ته د همغه جدیت له برکته را رسېدلي یوو.

سرمعلم صاحب به له خپل کارځایه او دفتره هرڅه په ډېر دقت څارل. له معقول عذر مه واره ورته  د زده کوونکو او ښوونکو ناوخته راتګ او وختي تګ د منلو نه و، ناوخته راغلي ښاغلي به یې بېرته له  دروازې رخصتول او یا به یې غیرحاضرول. د نوموړي د نظم، ډيسپلین، جدیت او پاملرنې له برکته نه یوازې زده کوونکي ، بلکې دغه ښوونځی هم تر ټولو ممتاز و.

د سرمعلم خلیل الرحمن له برکته زموږ د ښوونځي زده کوونکي به هر کال په بورډ ازموینه کې په ښو نومرو لېسې او له هغه ځایه پوهنتونونو ته بریالي کېدل. دا مهال د نوموړي ډېر زده کوونکي د هیواد په لر او بر کې او حتی له هیواده بهر د خپل هیواد او ولس په خدمت بوخت دي.

د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي کې له مقررۍ وروسته چې په ژمنیو رخصتیو کې صوابۍ ته ولاړم، نو  په لاره کې سره مخ او له لیرې راته مسکی شو، ډېره شیبه یې په غېږ کې ونیولم، خپل سر یې زما په ښۍ اوږه کېښود، بیا یې زما لاس په دواړو لاسونو ټینګ او خپلې سینې ته نږدې کړل. ویل، ډېره ډېره مبارکي درته وایم، خبر شوم پوهنتون کې استاد مقرر شوی یې؟ دا ووړ مقام نه دی، کم یې مه ګڼه، زه نه یوازې خوشاله یم، بلکې درباندې ویاړم، ځکه ماته خپل زده کوونکي لکه خپل اولادونه ګران دي او ته خو مې بیا د شېرین ماما زوی یې.

همدا نن ماښام ناوخته خبر شوم چې دغه مهربانه او خواخوږی انسان، زما او د ډېرو نورو لارښود او استاد او هغه لوړ قامت چې په خپلو لارښوونو او سپارښتنو یې زما په څېر د ډېرو لار ورکو ژوند او راتلونکی وځلاوه. د خلکو او هیواد د خدمت جوګه  یې کړو. د وطن مینه او ټولنیز ارزښتونه یې را زده کړل، له ژوند سره مخه ښه کړې او نور زموږ په منځ کې نشته.

په سرکې خپلې ترور او د هغې ټولې درنې او غمجنې کورنۍ سره په دغه لوی غم کې ځان شریک بولم. د خدای تعالی دربار ته د دعا لاسونه لپه کوم چې زموږ د مهربان او خدمتګار استاد اروا ښاده، درجې لوړې او فردوس جنت نصیب کړي.  امین یا رب العالمین

2 COMMENTS

  1. الله ج د استاد خلیل الرحمن صاحب ته جنت فردوس نصیب کړی ، په مونږ یی ډیر زیات شفقت درلود ، زمونو په تربیه او تعلیم کی یی لوی لاس درلود او نه هیردونکی هلی ځلی او خاص تشویق کومګونه یی له مونږ سره کړی دی. پری ډیر ویاړم چه زما په ګرانواو مهربانو استادانو په لیست کی یی نوم په لومړی سر کی قرار لری او ډیر یی په دایمی جداولی خفه شوم ، الله ج چه د هجرت په دیار کی یو ځای کړی ؤ، داځلی په جنت کی مو سره ملاقات برا بر کړی (امین) .

  2. رب تعالی د دهیوادټولوخواخوږوښوونکوته جنت الفردوس ورنصیب کړي.
    ترټولې ښې اونه هیریدونکی حاطرې له خپلوښوونکواوزده کوونکوڅخه لرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب