Homeخبرونهولسمشر غني تاجکستان ته ولاړ

ولسمشر غني تاجکستان ته ولاړ

تاند (دوشنبه د حمل ۹) ولسمشر محمد اشرف غني نن د  یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا د اسیا زړه ـ استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجکستان په لور وخوځېد.

ارګ نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی غني به په دې دوه ورځني سفر کې په یاد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، ددغه هېواد لومړي وزیر او د پارلمان له رئیس سره وګوري او پر بېلو مسایلو به خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، ولسمشر به د دې سفر په لړ کې د تاجکستان ملي پوهنتون کې وینا وکړي او ټاکل شوې چې دغه پوهنتون ولسمشر غني ته افتخاري دوکتورا هم ورکړي.

د اسیا زړه- استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر په دویمه د ترکیې په پلازمېنه استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .

د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي چې په کې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، او غربت د له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.

د اسیا زړه- استانبول بهير ناستو بله موخه هم د سیمه ییزو هېوادونو په منځ کې د باور د زياتولو او په پرمختيايي چارو کې د همکاريو غښتلي کول دي.

د افغانستان پر ګاونډيو او سيمه ييزو هيوادونو سربېره روسيه، هند، سعودي او عربي متحده امارات هم د استانبول بهير غړيتوب لري.

دغه راز د امريکا متحده ايالتونه، برتانيا، د اروپايي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه او ملګري ملتونه د دغه بهیر ملاتړي دي.

د اسيا زړه هېواد کنفرانس نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...