دوشنبه, مې 6, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

په روژه کې انتحار:

ځینې مسلمان عالمان په رمضان میاشت کې د روژې نیولو د حکمت په بیان کې وايي چې روژه باید ونیسو چې د غریبانو له حاله خبر شو، چې له خوراک او څښاک څخه په ډډه کولو سره د ځان په اړه د فکر کولو لپاره څو ګړۍ وخت پیدا کړو، چې له ورځنیو ستونزو لرې شو او د خدای له بنده‌ګانو سره د پخلاینې موقع پیدا کړو. په دیني روایتونو کې راغلي دي: «کله چې څوک روژه وي، له نورو سره دې شخړه نه کوي او څوک دې نه ښکنځي، او که چا زیاړې ورته وکړې، دی/ دا دې ووایي چې زه روژه یم!» (د مسلم او بخاري د روایت پر اساس). قرآن مجید دغه ټولې خبرې په په یوه عبارت کې رانغاړلي دي او ویلي یې دي: «لعلکم تتقون»(سوره بقره، آیه ١٨٣) یعنې «چې د پروا او پرهېز والا شئ.» خو په افغانستان کې خبره اپوټه ده. دلته خبره له شخړې او ښکنځلو تېره ده، د پروا او پرهېز نښه لا نشته، او په ښکاره د بني‌آدم سرونه لوټېږي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په روژه کې خونړۍ او وژونکې حملې د دین په نامه او په شرعي توجیه ترسره کېږي.

د جګړې په کلونو کې د دین په نامه داسې ادبیات باب شول چې له هر مناسبت څخه یې د خشونت لپاره وسیله سازه کړې ده. دیني بنسټپالي د ګڼو روایتونو په منځ کې هماغه روایتونه را اخلي چې د اسلام د پیغمبر ځینې غزاګانې او د مسلمانانو ځینې فتوحات په روژه کې شوي دي، لکه د بدر غزوه، د مکې فتح، د حطین او عین جالوت جنګونه، او د قسطنطنیې فتح.

دوی دا حکایتونه له نامسلمانانو او د دوی په ګومان له منحرف شویو مسلمانانو سره جهاد ته د خلکو د هڅولو لپاره وايي. هغوی خپل پلویان هڅوي چې که روژه په خوله کې ووژل شي، ثواب به یې لا زیات وي. ان د شپې ورځې په مختلفو وختونو کې هم انتحاري عملیات په هغه وخت کې لا غوره ګڼي چې انتحاري له تېر لمانځه څخه په اودسه کې وي.

اکثره مسلمان عالمان له افراطي نظرونو سره یوه خوله نه دي خو داسې کسان په کې لږ دي چې په ښکاره د دوی ادبیات چې ایډیالوژیکي وسله یې ده، نقد کړي. دا په دې چې دغه ادبیات د لا پراخې ډلې د واکمنۍ د تأمینولو وسیله ده او څو مطلبونه ورنه بودېږي. که د ترهګرو ډلو ادبیات وچ شي، چې دا کار خورا ستونزمن دی، نو نورو بنسټپالو جماعتونو ته به دا ډېره ګرانه وي چې د قدرت او ثروت په سیالۍ کې خپل رقیبان مات کړي.

نو، هغه کسان چې انتحاري عملیات کوي او د رمضان د حرمت په خلاف مسلمانان د ویر پر ټغر کېنوي، شا ته یې ځواکمنه تیوریکي تکیه ولاړه ده او د جبهې تر شا یې د تبلیغاتو پیاوړې توپخانه د دوی ملا تړي.

د دې لپاره چې د بې ګناه وګړو د وینې تویولو امکان خورا کم شي، او د دې لپاره چې له روژې او نورو دیني مناسبتونو څخه د لا زیاتو وژنو لپاره کار وانه خیستل شي، ډېر کارونه باید وکړو چې دا وضعیت بدل شي، هغومره کار لکه دوی یې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جنګي ادبیاتو د پنځولو لپاره کړی دی.

د دې کار لپاره دیني مراجع او هغه مرکزونه چې د دین د تبیین او تفسیر متولیان دي، باید مسوولیت احساس کړي. هغوی باید په دیني تعلیماتو کې د انسان د سر ساتنه او د ژوند ارزښت او قیمت راوځلوي. دوی باید ووايي چې کله دینداران د قتل او ورانۍ لاره ونیسي، له اصیلې دیندارۍ څخه راپرېوځي او یوازې خپل ضد پالي. دغه دیني بنسټونه که وغواړي چې د دین په نامه د بې ګناه وګړو د وژلو مخه ونیسي او دغه داغ د اسلام له لمنې پاک کړي، نو سخت کار به یې په مخ کې وي. دوی پر هغه لاره باید روان شي چې قرآن مجید “لایخافون لومة لائم” بللې ده، یعنې د هېڅ ملامتوونکي له ملامت څخه ونه ډارېږي.

ملامتول د ترهګرو د پلویانو اروايي وسله ده. هر څوک چې په دیني لحاظ د دوی تیورۍ نقدوي، دوی یې په همدې وسلې په سر سر وهي او د ترهې او وژلو ادبیاتو ته خوندي چاپېریال برابروي. دوی په آسانۍ سره خپل رقیبان د غرب کسان، له نږه او اصیل اسلام څخه بې لارې شوي، د فکري جنګ او فرهنګي تهاجم مخکښان بولي. اکثره کسان له دغو تورنو څخه د وېرې په وجه غوره ګڼي چې د قتلونو او وینې بهونو په مقابل کې غلي پاتې شي او که ډېره توره وکړي، ایله دا کارونه په عمومي او ګڼ معنايي کلمو سره غندي او بس.

خو له بلې خوا، که د دې بهیر په مقابل کې رښتیانۍ هڅه ونه شي، د افغانستان د نورو مسلمانو هېوادونو روژې به په وینو لړۍ روژې پاتې شي او د انتحار او قتل و قتال خوند به همداسې روان وي. که له دې اخلاقي مسوولیت څخه خپلې اوږې سپکې کړو، نو د پر له پسې ناورینونو شاهدان به پاتې شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب