شنبه, مې 4, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

د عقیدې ماهیت څه دی؟

عقیده د ماهیت په لحاظ یو ذهني امر دی. هغه موضوع چې دا ذهني امر ورپورې تړلی دی، په عقیدې پورې اړوند بلل کېږي او پخپله عقیدې سره یو شان نه ده. انسانان د مختلفو چارو په اړه د شناخت، تلقین، یا تقلید له لارې یوه باور ته رسېږي او دا باور یې یوازې په ذهن کې وي. هغه موضوع چې باور ورپورې تړلی دی، کېدای شي ورځنۍ او بې اهمیته چارې وي، یا د هستۍ او تقدیر او د خلقت راز او سلګونه نور خورا اساسي موضوعات وي. له دې ورها خوا چې زموږ د باور موضوع او متعلق حقیقي چاره ده که اعتباري، باور او عقیده پخپله یوازې یو ذهني حقیقت دی چې د ګڼو علتونو او عاملونو زېږنده وي. مثلاً یو نازي وګړی فکر کوي چې جرمن توکم داسې فضایل لري چې نور توکمونه ورنه محروم دي او په همدې وجه جرمن توکمي حق لري چې پر نورو واکمني وکړي او که هغوی مخالفت وکړي، باید یې ووژني. د سکیمو قبیلو په منځ کې ځینې کسان داسې عقیده لري چې کله یې څوک مري، د دې لپاره چې به طبیعت کې خوشې نه شي، نو ښه به وي چې مړی یې وخوري چې د دوی په بدن کې جذب شي او په دې توګه د دوی په ژوند کې لا هم پاتې شي. دوی دغه کار د خپل مړي درناوی ګڼي. هندو خپل مړي سوځوي او باور یې دا دی چې هر ککړ شی په سوځولو پاکېږي او د اور لمبې چې پورته خوا درومي، د هغه په باور پاسني جهان ته د عروج او نیروانا ته د رسېدو نښه ده. نیروانا د دوی په باور یو سپېڅلی اور دی چې د هستۍ رڼا ورنه پیل شوې او خپره شوې ده او کاینات ورنه پیدا شوی دی.

نو په دې هر مورد کې وینو چې عقیده او باور ذهني مفهوم دی چې یوازې د خپل خاوند په ذهن کې شته. د عقیدې ماهیت هماغه تصویر دی چې د ذهن پر کاغذ رسمېږي او منشأ یې کېدای شي شخصي تفکر وي، کېدای شي د کورنۍ تلقین وي، کېدای شي رسمي تعلیمات وي، کېدای شي مذهبي تبلیغات وي، کېدای شي هنري آثار وي، او یا د دې ټولو ترکیب وي. دا چې دا باور له کومه راغلی دی، پروا نه کوي، مهمه دا ده چې د عقیدې د خاوند په ذهن کې ځینې تصویرونه او انځورونه جوړېږي او هماغه بیا د هغه په باور اوړي. د دې ذهني تصویرونو او بهیر په اړه هم د ذهن په فلسفه کې او مهم بحثونه شته او د عصبپوهنې (Neurology) په علم کې.

پر دې سربېره چې زموږ باورونه په اصل کې ذهني تصویرونه دي، هغه عاملونه چې باورنه زېږوي هم نږه علمي او معرفتي عاملونه نه دي. اکثره دغه تصویرونه هغه کلیشې دي چې په پېړیو پېړیو او نسلونو نسلونو پاتې شوې دي. مثلاً کله چې خلکو ګومان کاوه چې ځمکه د غوايي پر ښکرو ولاړه ده، د عمر خیام غوندې لوی انسان چې د خپل وخت خورا عاقل بني‌ادم و، د همدې ټولیز باور تر اغېزې لاندې یې ویلي وو:

گاوی است در آسمان و نامش پروین/ یک گاو دگر نهفته در زیر زمین

چشم خردت باز کن از روی یقین/ زیر و زبر دو گاو مشتی خر بین

دلته چې خیام د دوو غویانو خبره په یقین او قاطعیت سره کړې ده، ګواکې دا په علمي مسلماتو کې وي، د هغه باور د خپلې زمانې له باب شوي باور څخه زېږېدلی و. دا باور د نړۍ هغه تصویر دی چې د ده په ذهن کې ایستل شوی و او ښکاره خبره ده چې سره له دې چې دا تصویر هېڅ علمي بنسټ نه لري، خو زرګونه کاله اکثرو خلکو او ان شک کوونکو پوهانو هم منلی و. په همدې رقم زرګونه نور باورنه شته چې په مختلفو فرهنګونو او د مختلفو ملتونو په منځ کې په زرګونو کلونو کې راپیدا شوي دي. د دې باورونو ډېره برخه، که معقول ښکاري که نامعقول بریښي، هېڅ علمي بنسټ نه لري. خو ان هغه خبرې چې علمي دي او په معتبرو علمي لارو ثابتې شوې هم دي، لکه د ټوم په مدارونو کې د الکټرونونو شتون، سره له دې چې ثابت شوی واقعیت دی خو د باورمن په ذهن کې له یوه ذهني تصویر ورهاخوا بل څه نه دی، او د څرګندولو په میتود سره چې عمومي میتافیزیک وي که کوانټومي فیزیک، سره توپیر پیدا کوي. یعنې په دې باندې باور چې الکټرونونه د اټوم په مدار کې ګرځي، له دې سره چې الکټرونونه په رښتیا د اټوم چارچاپېره ګرځي، یو شان نه دی. په بله وینا عقیده او د عقیدې متعلق یو شی نه دی. لکه څنګه چې تصویر او د تصویر موضوع یو شی نه دی. د یو چا هغه تصویر چې زموږ په ذهن کې شته، سره له دې چې له هغه کس سره ډېر ورته‌ دی، خو د هغه ځان نه شي نیولی. د دوی تر منځ توپیر د خیال او واقعیت تر منځ د توپیر په شان دی، ځکه چې په خیال کې هم له تصویرونو سره سر و کار لرو، نه د واقعیت له اصل سره، سره له دې چې دا تصویرونه له ذهنه بهتر واقعیتونو ته ارجاع هم شي.

کله چې زموږ په ذهن کې تصویرونه جوړېږي، د جوړېدو له پیله تر پایه پورې دغه بهیر د مختلفو عاملونو تر اغېزې لاندې وي، لکه وراثتي، اروايي، تجربي، تعلیمي، فرهنګي، عاطفي، او ګڼ نور عاملونه. یعنې زموږ ذهني تصویرونه، له دې ورهاخوا چې په کومې موضوع پورې اړه لري، په بې طرفانه، نږه او بې عیبه توګه نه رغېږي. هر ذهني تصویر د ګڼو عاملونو د تداخل او متقابلې اغېزې محصول دی او له یو بله د دې عاملونو جلا کول خورا ستونزمن کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب