Homeخبرونهیوه افغان پناه غوښتونکې وايي، کرویشیايي پولیس پرې جنسي تېری کړی خبرونه یوه افغان پناه غوښتونکې وايي، کرویشیايي پولیس پرې جنسي تېری کړی خبریال: taand اپریل 8, 2021 0 2140 FacebookXPinterestWhatsApp تاند (پنجشنبه، د حمل۱۹) د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د کرویشیا سرحدي پولیس وايي، ورته شکایت شوی چې یوه پوله ساتي یې پر یوې افغان ښځې جنسي تېری کړی دی. دې بریتانیايي ورځپاڼې د ډنمارک د کډوالو شورا د څرګندونو پر اساس لیکلي چې دا پېښه د فبرورۍ په ۱۵ مه د بوسنیا له ویلیکا کلادوشیا ښاره څو کیلو متره لېرې د کرویشیا په خاوره کې شوې ده. د راپور له مخې، هغه ښځه، چې ادعا کوي جنسي تېری پرې شوی، وايي دې غوښتل چې د خپلو ۲ ماشومانو په ګډون له ۴ تنو نورو سره له پولې واوړي، د یوه سرحدي پولیس له لوري ودرول شوه او چاړه یې ورته ونیوله. دې ښځې او نورو افغانانو د پناه غوښتنه وکړه خو پولیس ورته وخندل او دا یې د تلاشۍ په پلمه له نورو جلا کړه. ښځه وايي چې پولیس افسر ورته وویل چې کالي وباسي خو دې انکار وکړ، هاله یې ووهله او چاړه یې د دې غاړه ته ونیوله. د بوسنیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې ښځه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم ثبوت نه لري. FacebookTwitterLinkedInE-mail FacebookXPinterestWhatsApp Previous articleماته بېړۍ او زورورې څپېNext articleولسمشرغني: ننګوونکې معاهدې ته تن نه ورکوو او ټاکنو ته هر وخت چمتو یو نور تازه موضوعات خبرونه د ځیرکو ټېلفونونو ډېر استعمال؛ د لاسونو او بټې ګوتې لپاره د «ټیکسټرز تامب» خطر تاند - اګست 10, 2026 خبرونه خوشحال خان کاکړ: پښتونخوا وطن نور د جګړې اور ته نه شو غورځولای؛ د نویو صوبو خبره د خلکو د اصلي ستونزو د پټولو... تاند - اګست 10, 2026 خبرونه د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو درېیمه یو ورځینۍ سیالي تاند - اګست 10, 2026 LEAVE A REPLY Cancel reply Comment: Please enter your comment! Name:* Please enter your name here Email:* You have entered an incorrect email address! Please enter your email address here Website: Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment. ادب بې کسي/لنډه کيسه سیدرحمن فقيرزی جنوري 3, 2022 نوملړونه يا ويي ټولگې (لغوي گروپونه) پوهاند دوکتورم. ا، زيار مې 6, 2016 د باغچې لوړ سپیداران| ژباړه: اسدالله بلهار جلالزی مارچ 14, 2023 خبرونه د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو درېیمه یو ورځینۍ سیالي اګست 10, 2026 خوشحال خان کاکړ: پښتونخوا وطن نور د جګړې اور ته نه شو غورځولای؛ د نویو صوبو خبره د خلکو د اصلي ستونزو د پټولو... اګست 10, 2026 د خوړو په ترڅ کې د اوبو څښل څنګه دي؟ اګست 10, 2026 د ځیرکو ټېلفونونو ډېر استعمال؛ د لاسونو او بټې ګوتې لپاره د «ټیکسټرز تامب» خطر اګست 10, 2026 په سرپل ولایت کې د ۳۰ میلیون ډالرو په پانګونه د تېلو د چاڼځای کار پیل شو اګست 10, 2026 انجنیر مومند او د موسیقۍ بې ازاره هنر| ولي الله ملکزی + تاند - اګست 7, 2026 0 موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې ژبې انګازه ده...