جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهولسمشرغني: ننګوونکې معاهدې ته تن نه ورکوو او ټاکنو ته هر وخت...

ولسمشرغني: ننګوونکې معاهدې ته تن نه ورکوو او ټاکنو ته هر وخت چمتو یو

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۱۹) افغان ولسمشر محمد اشرف غني  د سولې پلان د تشرېح پر مهال وویل، ټاکنې د مشروعیت سرچینه ده او په وینا یې له لویې جرګې پرته خپله تګلاره نه شي ټاکلی.

ولسمشر په ټینګار سره زیاته کړه: «ننګوونکې معاهدې ته تن نه ورکوو او ټاکنو ته هر وخت چمتو یو.»

د ولسمشر غني د سولې طرحه چې ارګ هم خپره کړې په کې ولسمشر د تېر په څېر یو ځل بیا ټینګار کړی چې دی او مرستیالان یې په هېڅ وجه تر خپلې ټاکلې نېټې مخکې د واک پرېښودو ته تیار نه دي.

هغه ویلي که یې مخالفین دی نه غواړي نو په ټاکنو کې به نوماند نه شي، خو په هېڅ زور او فشار به واک له غیر قانوني لارو خپلو مخالفینو ته پرې نږدي.

ولسمشر غني همدا راز ویلي، چې په اساسي قانون کې تعدیل د ولس خوښه ده او تر هغه چې تعدیلات راځي همدا اوسنی قانون باید عملي کړل شي.

نوموړي د لویې جرګې پر رابللو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې لویه جرګه د افغانانو د پرېکړو محضر دی او د سولې اړوند ټولې پرېکړې به د لویې جرګې له لارې کېږي.

ولسمشر ویلي دوی د سولې غوښتونکي دي، خو هغه سوله چې دلته د دایمي ثبات، امنیت او پرمختګ سبب شي.

ولسمشر غني د سولې لپاره د خپل پلان دفاع وکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...