Homeخبرونهامریکا د طالبانو له لوري د کندهار پر هوايي ډګر برید غندلی

امریکا د طالبانو له لوري د کندهار پر هوايي ډګر برید غندلی

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۱۹) د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوايي ډګر د تېرې ورځې برید وغنده.

سرچینه وایي سره له دې چې یاد برید مالي او ځاني زیان نه لري، خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی کولی شي د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له خنډ سره مخ کړي.

د کندهار هوايي ډګر کې سلګونه امریکايي او ناټو ځواکونه مېشت دي.

پکتیا کې د واده په مراسمو برید؛ زوم وژل شوی

د امنیتي سرچینو له قوله تېره ورځ د هاوان څلور مرمۍ د احمدشاه بابا نړیوال ملکي هوايي ډګر سره نژدې او دوه نورې بیا د ۲۰۵ اتل قول اردو دننه پر یوې هواره ځمکه لګېدلي دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ سهار مهال د هاوان ۴ مرمۍ د کندهار ولایت مقام سره او دغه راز د جنرال عبدالرازق له قبر سره نږدې لګېدلې وې.

طالبانو هم تېره ورځ ویلي و چې د کندهار پر هوايي ډګر برید یې د بهرنیو ځواکونو له لوري په پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...