یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پاکستان له سويلي افريقا ۵۰ اوره لوبلړۍ وګټله

پاکستان له سويلي افريقا ۵۰ اوره لوبلړۍ وګټله

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۱۹) پاکستان په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سويلي افريقا ته ماتې ورکړه.

پاکستان په دې سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه.

سويلي افريقا پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې فخر زمان ١٠١ بابر اعظم ٩٤ او امام الحق ٥٧ منډې وکړې.

د سويلي افريقا لوبډلې په ۵۰ ام اور کې  خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې یې ٢٩٢ منډې وکړې.

پاکستان دا لوبه د ٢٨ منډو په توپير وګټله.

سویلي افریقا لپاره ميلن ٧٠، کيلي ويريني ٦٢ او انډيل  ٥٤ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا شاهين شاه اپريدي او محمد نواز ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې له دې لوبلړۍ وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کېږي.

د شل اوره لوبو د لړۍ  لومړۍ لوبه يې د اپريل په ١٠مه نېټه ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب