یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د اوونۍ جالب خبرونه!

د اوونۍ جالب خبرونه!

د نړۍ تکه توره نجلۍ یا د تور رنګ ملکه

نن درسره د يوې داسې نجلۍ په اړه معلومات شريکوو، چې د نړۍ تر ټولو تکه توره نجلۍ ده او له همدې امله ورته د تور رنګ ملکه هم ويل کېږي.

٢٨ کلنه نياکيم ګيټويچ امريکايي موډله ده، چې نوموړې په ايتوپيا کې زېږېدلې وه، خو وروسته امريکا ته لاړه او هلته يې د امريکا تابعيت ترلاسه کړ.

نوموړې په پيل کې د خپل ډېر تور رنګ له امله پرېشانه وه، خو وروسته يې دا ومنله چې هر انسان خپل يو رنګ لري او د هغې ښه خبره هم دا ده چې د نړۍ تر ټولو تکه توره نجلۍ ده.

د خپل همدې تور رنګ له امله هغې ډېر شهرت ترلاسه کړ، بيا يې موډلينګ ته مخه کړه او اوس د امريکا له مشهورو موډلانو څخه ده.

دې نجلۍ په خپل انسټاګرام کې هم Queen of Dark ځان ته ليکلي دي او هغه په دې وياړي چې د نړۍ تر ټولو تکه توره نجلۍ ده.

ورکه شوې انجلۍ مور د ناوې په جامه کې وليده

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه د چین د جیانګ شو ایالت په شوشاو ښار د انجلۍ د واده د مراسمو پرمهال رامنځته شوه او یوې مور شل کاله وروستی خپله ورکه شوې لور یا ناوې ولېدله.

ویل کېږي چې دغه انجلۍ په درې کلنۍ کې له خپلې مور څخه بېله شوې وه، چې له هغې وروسته بیا کله هم سره نه ول یوځای شوي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې دغې انجلۍ پر لاس یو ډول طبیعي نښه درلوده، چې په همدې ډول یې مور هم وپېژنده.

کله چې د انجلۍ مور نښه ولېده نو له پلار څخه یې پوښتنه وکړه چې شل کاله دمخه یې لور په غېږ کې نېولې وه؟ ددې خبرې په اورېدو سره انجلۍ او پلار یې ډېر حیرانه شول ځکه چې دا یو داسې حقیقت و چې له دې درې واړو پرته هیڅوک پرې نه پوهېدل.

ویل کېږي کله چې انجلۍ په حقیقت پوه شوه نو له مور څخه یې غېږه چاپیره کړه او په زور ـ زور یې سره وژړل. انجلۍ وایې چې له ډېره وخته یې هیله درلوده چې له خپل مور او پلا سره وویني او دغه هیله یې نن پوره شوه.

عمران خان؛ په «ترکي ډرامو» د پاکستان کورنی نظام خوندي ساتي

په پاکستان کې که له یوه پلوه د ترکي ډرامو پر نشر سختې نیوکې دي بل لور ته د یاد هېود وزیر اعظم عمران خان وايي، دی غواړي په دې ډرامو د کورنیو نظم خوندي وساتي.

عمران خان وایي، د کورني نظام د خوندي ساتلو او د بې حیایۍ د مخنیوي په خاطر یې د نورو کارونو ترڅنګ یې ترکي ډرامې هم پاکستان ته راوړې دي.

عمران ویلي په پاکستان کې د جنسي تېریو د پېښو د مخنیوي په خاطر یې سخت قوانین وضع کړي او هڅه کوي څو کورنی نظام وژغوري.

عمران خان وایي، که په ټولنه کې بې حیایي خپرېږي نو د جنسي تیریو پېښې به هم ورسره زیاتېږي او په خبره یې همدا لامل دی چې په اروپا کې کورنی نظام ډېر ګډوډ دی.

د نوموړي په خبره «په همدې خاطر مې له ولسمشر اردوغان سره خبره وکړه او ترکي ډرامې مې دلته راوړې.»

بل لورته بیا په پاکستان کې یو شمېر څېړونکي وایي ترکي ډرامو په دې هېواد کې د کورني نظام په هکله د خلکو ذهنونه خراب کړي دي.

دوی وایي: «څومره چې ترکي ډرامو په پاکستان کې د خلکو ذهنونه خراب کړي د هغې حکومت هېڅ فکر هم نه شي کولای».

وتلی شاعر او لیکوال لایق زاده لایق وایي، د ترکي ډرامو په راوړلو سره عمران خان هڅه کوي په پاکستان کې بې حیايي زیاته او کورنی نظام له منځه یوسي.

لایق زاده لایق، د امریکا ږغ ډیوې راډیو ته وویل، د پاکستان او ترکیې کلتور ډېر توپير لري او باید د دې ډرامو د نشر مخنیوی وشي.

هغه وایي: «عمران خان د ترکي ډرامو په وسیله د کورني نظام د ژغورنې خبره کوي خو د ترکیې کومې ډرامې چې دلته ښودل کیږي په هغو کې ښودل کېږي چې یوه نږور له خسر، خورزې، ماما، او حتی کله کله ورور له خور سره  جنسي اړېکې لري، حال دا چې په یوه مسلمانه ټولنه کې د داسې اړیکو هېڅ تصور هم نه شي کېدلای.

یوټیوب لپاره تر ۲ ورځو د ځان ژوندی خښول

د امریکا مشهور یوټیوبر جیمي ډونلډسن یو ځل بیا یوه ډېره حیرانوونکې ویډیو جوړه کړې، چې له مخې یې ځان په تابوت کې اچول او ژوندی یې ښخ کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د مسټر بیسټ په نوم مشهور امریکایي یوټیوبر جیمي ډونلډسن د خپلو مینوالو د حیرانولو لپاره د خپل ځان د خښولو پرېکړه کړې.

ویل کېږي چې د نوموړي له پرېکړې وروسته یې ملګرو په تابوت کې واچوو او په یو قبر کې خښ کړ او وروسته له دوو ورځو یې راووست.

د مسټربیسټ دغه د پنځوس ساعتونو په قبر کې خښېدو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ژر لاس په لاس شوې او تر اوسه پورې له پنځوس میلونو څخه ډېر کتونکي لري.

د څپړو په وهلو سره د چرګ د غوښې پخول

     څو ورځې دمخه لویي وایز د خپل یوټیوب پر چینل ددې په زړه پورې تجربې ویډیو خپره کړې، چې د بریا لپاره یې له دوو میاشتو څخه ډېره خواري کړې.

ویل کېږي چې لویي وایز یو هنرمند شخص دی چې د خپل چینل په ذریعه ډېر په زړه پوري اختراعات تر خلکو رسوي او دغه ماشین چې چرګ د څپړ په وهلو سره پخوي ترټولو نوې اختراع ده.

ویل کېږي که چېرته د چرګ غوښه یوه سخته څپړ ووهل شي، نو د تودوخې درجه یې له پنځوسو څخه تر شپېتو درجو پورې رسېږي، چې له یوې ثانیې څخه هم لږ وخت اخلي. وایز په ویډیو کې وایي چې د بې شمېره ناکامیو وروسته اخر په دې وتوانیده چې د چکن سلیپر (هغه ماشین چې د چرګ غوښه په څپړ وهي) ماشین تیار کړي.

دغه ماشین یوه اوږده غوندې ډنډه لري، چې په یو سر کې یې د لاس پنجه غوندې تړل شوې او د یو پیاوړي ماشین په مرسته اوږده ډنډه خورېږي او د لاس پنجه په تېزۍ سره څپړې وهي.

د وایز دغه ماشین په دوامداره توګه تر اتو ساعتونو پورې د چرګ غوښه یو لکو او پنځه دیرش ځله په څپړو وهي، چې د وهلو په نتیجه کې یې تودوخه په دوامداره توګه شپېته درجو ته رسېږي او په همدې ډول د چرګ نرمه او پخېږي.

د ډېرو اوږدو ښکرونو لرونکي غواګانو رېکارډ جوړ کړ

د امریکا په متحده ایالاتو کې دغه موندل کېدونکي د اوږدو ښکرونو لرونکي غوا او غوایي د اهلي حیواناتو له جملې څخه دی، چې د امریکا د پخوانیو څارویو څخه دی چې په لومړي ځل په ۱۴۹۰ کال د هسپانوي پیلوټ لخوا امریکا ته راوړل شول او له دې وروسته یې نسل وده وکړه، چې ډېر یې خړ او تور رنګ لري.

ویل کېږي چې دغه غواګانې او غوایان د شېدو او غوښې سربېره د سورلۍ او بار وړلو لپاره هم روزل کېږي چې علمي نوم یې (باس پریمیجنینیس) دی.

دغه ډول غواګانې یا غوایان تر پنځو فوټو پورې قد یا لوړوالی لري او وزن یې له ۶۳۵ څخه ۹۹۷ کیلو ګرامو پورې وي، چې لوړوالي او د ښکلو ښکرونه له مخې چې له ۱۰۰ څخه تر ۱۲۷ اینچو پورې اوږدوالي شهرت لري.

ویل کېږي چې دغه غواګانې او غوایان له شلو تر دیرشو کلونو پورې عمر لري او د (ټیکساس لانګ هارن) نوم یې پرې ایښی او د منځني ختیځ د له منځه تللو ځنګلي غواګانو (آرکس) له نسل څخه دی.

دغه راز ویل کېږي چې دغه ډول غواګانو او غوایانو د ۱۲۹.۵ اینچو پورې د اوږد ښکر په لرلو سره ریکارډ جوړ کړی، چې نسل یې د کمښت سره مخ شوی او اوسمهال ورته اړوند اداره جوړه شوې.

الوتونکي هم خپلو چلندونو کې بدلون راوستی شي

د جرمني څېړونکو د یوې څېړنې له مخې څرګندې کړې چې الوتونکي د خپل ځان د ښه والي لپاره خپل چلند، ټولنیز رویې او خویونه بدلوي، چې په دې کې ترټولو مهم یې د الوتونکو مهاجرت دی چې ډېرې ګټې لري.

د جرمني د کونسټاین پوهنتون او د میکس پلانک انسیتیوت د څېړنې له مخې ویل کېږي، چې په الوتونکو کې د (ګریټ ټیټس) په نوم مارغه هغه مارغه دی چې خپل چلند ته بدلون ورکوي، لومړی نوو الوتونکو ته پخپله ځاله کې ځای ورکوي، دویم هجرت کوي او د چاپیریال له ناوړه حالاتو سره مبارزه کوي او له نورو نوي شیان زده کوي.

ویل کېږي چې دغه ډول چلند له دې وړاندې په نهنګانو، موږکانو او د ډولفین په نوم ماهیانو کې هم لېدل شوې وه، په ۱۹۲۰ کال په انګلستان کې د (ګریټ ټیټس) الوتونکو د شېدو د بوتل پاسنی پلاستیک یا دالمونیم پوښ پرانیست او پرې موجود غوړ یې څټل، چې له دې وروسته په ټول انګلستان کې مرغانو دغه هنر زده کړ.

د خوراکي توکو کارپوهان چې نوې لارې چارې یې اختراع کړي وایي، چې الوتونکي په همدې ګول یوې نوې ټولنې ته جوړښت ورکوي، ډېر وختونه یو الوتونکی یو څه زده کړي چې بیا یې نور الوتونکي هم هماغه چلند غوره کوي او په تېزۍ سره په ټولو مرغانو کې دغه چلند خورېږي.

له دې څېړنې معلومه شوه چې الوتونکي ډېر ژر خپل زاړه چلندونه بدلوي، چې په اړه په ځنګلي الوتونکو هم تجربې ترسره شوې، چې بیا ځنګلي مرغان هم ورته کار ترسره کړ او په همدې ډول ذکر شوې څېړنه د تایید وړ وګرځیده.

امریکا کې غله کارغان

کارغه د خپلې چالاکۍ او مکارۍ له مخې مشهور دی، خو په د الاسکا کارغانو له پیرېدونکو څخه د شیانو په غلا کولو یو نوی مثال جوړ کړ.

د راپورونو له مخې د امریکا د الاسکا ایالت د ځینو مارکیټونو پېرېدونکو ویلي، چې له دوی څخه کارغانو په دومره چل، ول او چالاکۍ سره غلا کړې چې دوی ورته حیران پاتې دي.

د لاسکا د اینکریج د سیمې د کوسټکو د مارکیټ یو پیرېدونکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کور لپاره یې د ځینو نورو توکو ترڅنګ خوراکي توکي هم اخیستې ول او غوښتل یې چې د موټر دروازه خلاصه کړي، چې دا وخت کارغانو په خاموشۍ سره پرې برید ور وړو.

نوموړی وایي چې په یوازې څو ثانیو کې له سامان الاتو غوښه او نور شیان پټ کړل او کله چې یې شاته وکتل نو خپل کار یې کړی و او والوتل.

دغه شخص چې میټ نومېږي وایي چې غوښه یو څه ډېره وه، خو کارغه هم ترې کم نه و، چې په همدې سبب یې په آسانۍ غلا هم کړه. ترټولو ځانګړې خبره داده چې کارغان له چاسره کار نه لري او یوازې دې ته په تمه وي چې د پیرېدونکي پام واوړي او حمله پرې وکړي. په ټولنیزو رسنیو یوې میرمنې ویلي، داسې ښکاري لکه غلا ته چې ښه پلان برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب