یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې وروستیو ورښتونو کرنیزې ځمکې وېجاړې کړي

بدخشان کې وروستیو ورښتونو کرنیزې ځمکې وېجاړې کړي

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۱۹) د بدخشان ولایت اوسېدونکي وایي، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې لسګونه هکتاره کرنیزو ځمکو او مېوه لرونکو ونو ته زیانونه اړولي او سلګونه څاروي یې له منځه وړي دي.

په ورته وخت کې د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان هم دغه زیانونه تاییدوي.

د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست سرپرست انیب بهزاد وایي ۸  کورونه په بشپړه توګه وېجاړ شوي او په خبره يې په دوو کلیو کې ۱۵۰څاروي له منځه تللي او لسګونه هکتاره کرنیزه ځمکه هم وېجاړه شوې ده.

دی وایي، هڅه کوي د دوی پر مرستو سربېره زیانمنو شوو کسانو ته نورې مرستې هم راجلب کړي.

دغه راز د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولان وایي، چې له ستونزو خبر دي او هڅه کوي له زیانمنو کسانو سره مرستې وکړي.

ځايي اوسېدونکي وایي تر دې دمه ورسره هېڅ راز مرسته نه ده شوې.

دوی له مسوولو ادارو غواړي څو د دوی لاسنیوی وکړي او له نورو زیانونو یې وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب