یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندهار کې یو ۱۰ کلن ماشوم تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی

کندهار کې یو ۱۰ کلن ماشوم تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۱۹)  کندهار ولایت کې یو ۱۰ کلن ماشوم  ناپېژانده کسانو تر تښتول کېدو وروسته وژلی دی.

د دغه لس کلن هلک مړی تېره ورځ د کندهار ښار د شپږمې امنېتي حوزې اړوند د ډنډ چوک شورمانو سیمه کې پیدا شوی دی.

د وژل شوي هلک پلار وايي، ځوی یې دوه ورځې وړاندې له خپل کور سره نږدې ښوونځي ته د تګ پر مهال د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوی او تېره ورځ یې مړی د کور څنګ کې پیدا کړی دی.

نوموړی وایي، ډېره هڅه یې وکړه ، چې ورک شوی زوی پيدا کړي خو ده ونه موند او چا ورسره مرسته ونه کړه.

بل لورته یوه روغتیايي سرچینه وايي، د ډاکټرانو پلټنو ښودلې چې پر یاد ماشوم جنسي تېری هم شوی.

د یادونې ده چې له دې وړاندې په بلخ ولایت کې هم انسان تښتوونکو یو ماشوم تښتولی او تر اوسه نادرکه دی او تښتوونکي یې یواځې وېډیوګانې کورنۍ ته استوي.

څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني هم د بلخ ټولو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی که چېرې په دغه ولایت کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نه کړي نو د بلخ ولایت ټول امنیتي چارواکي به له دندو ګوښه کړي.

د ولسمشر له ګواښ شاوخوا ۴ میاشتې تېرېږي خو لاهم عبدالرووف د تښتوونکو په منګولو کې دی.

عبدالرووف نږدې څلور میاشتې وړاندې په مزارشریف ښار کې هغه مهال د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شوکله، چې نوموړی ښوونځي ته په لاره و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب