Homeمقالېاقتصادپه دایکندي ولایت کې د "سوختک" برېښنا بند افتتاح شو

په دایکندي ولایت کې د “سوختک” برېښنا بند افتتاح شو

تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۹) د دایکندي ولایت ځایي چارواکي وايي، سوختک برېښنا بند تر جوړېدو وروسته تېره ورځ افتتاح شو.

د چارواکو په خبره، دا بند چې د ۴،۹ ملیونونو افغانیو په لګښت جوړ شوی، د ۷۰۰ کلیو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د مالوماتو له مخې د سوختک بند له برېښنا څخه د دایکندي مرکز “نیلي” او شاوخوا سیمو کې په عملي ډول ګټه واخیستل شوه او لږ تر لږه ۲ زره کورنۍ یې د برېښنا له انرژۍ برخمنې شوې.

  د سوختک برېښنا بند د جوړېدو چارې په ۱۳۹۵ کې د ولسمشر غني د حکم له مخې پیل شوې وي چې اوس بشپړې شوي.

 سوختک برېښنا بند داسې مهال افتتاح کېږي، چې څو ورځې وړاندې په نیمروز ولایت کې “کمال خان” بند جوړ او د ولسمشر لخوا پرانیستل شو.

تمه ده چې په نیږدې راتلونکې کې به  د کابل په شکردرې ولسوالي کې د “شاه عروس ” او د بدخشان “شورابک” بندونو د جوړېدو چارې هم بشپړې او افتتاح شي.

1 COMMENT

  1. ماشاءالله ، ډایکنډیانو ته دې د نوي ژوند د څراغونو رڼا او برښنا مبارکه وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...