Homeخبرونهکندز کې د موټر د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه مړه...

کندز کې د موټر د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۱۹) د کندز ولایت په دشت آبدان سیمه کې د موټر د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د دغه ولایت د حوزوي روغتون رییس ډاکټر محمد نعیم منګل وایي، پېښه نن سهار د کندز آبدان دښته کې شوې ده.

نوموړی زیاتوي: « په آبدان دښته کې د واده ته روان موټر چپه شوی، ۲۳ کسان ژوبل شوي او د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.»

منګل د ټپيانو وضعیت د ډاډ وړ ښيي.

ډاکټر محمد نعیم منګل وایي، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او په کې مړه او ژوبل کوچیان دي.

د یادونې ده چې ډېری داسې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

له دې وړاندې په ننګرهار کې ورته پېښه رامنځته شوې وه او د موټرو د ټکر له امله په کې د ناوې او شاه په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...