تاند(چهارشنبه، د حمل۱۸) د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د خپلې بهرنۍ پالیسۍ او د سولې د پلان دفاع وکړه.
ده وویل، افغانستان یوې عزتمنې سولې ته اړتیا لري چې د هیواد لپاره د روښانه راتلونکې سبب شي؛ نه داسې سوله چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې منزوي کړي.
ولسمشر غني د سولې لپاره د خپل پلان په تشریح کې وویل، له افغانستانه دباندې به هیچا ته اجازه ورنه کړل شي چې د دې هیواد لپاره مشر وټاکي.
ده وویل«موږ ته د نظام دوام مهم دی نه د ځان.»
ښاغلي غني دا هم وویل، که هرڅوک داسې ګومان کوي چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به وپاشل شي، له سره دې فکر وکړي.
د افغانستان ولسمشر د ملګروملتو رول ته په اشارې وویل«ملګري ملتونه متبادل نه دي خو په افغانستان کې د سولې د ټینګولو په برخه کې رول لوبوي او په افغانستان کې تلپایه سوله او ثبات، چې هیله ده افغانستان ته به راشي، د ملګروملتو د امنیت شورا او ټولې نړیوالې تولنې تضمین ته اړتیا لری.»
ده همداراز وویل«یوازې افغانان خپل راتلونکی مشر (ولسمشر) ټاکلی شي بل هیڅوک له بهره د افغانستان لپاره مشر نه شي ټاکلی.، دا زموږ حق دی او زموږ د اساسي قانون اصل او د ملت غوښتنه.»
ښاغلي غني زیاته کړه«د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په افغانستان کې د خپلو وینو په بیه د ولسواکۍ دفاع کړې ده.»
ده د دولت د وسله والو مخالفانو جنګ د واک د ترلاسه کولو لپاره جګړه وبلله.
د افغانستان ولسمشر په عین حال کې د ترکیې د استانبول غونډې ته پوره چمتووالی اعلان کړ.
تراوسه پورې لا څرګنده نه ده چې د استانبول غونډه به کله جوړېږي. طالبانو هم ویلي چې لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د استانبول په غونډه کې ګډون کوي او که نه.