جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونډډه اوږۍ || استاد سعدالدین شپون

ډډه اوږۍ || استاد سعدالدین شپون

هغه ورځ له اسد غضنفرصیب سره غږېدم. نه مې دي یاد، چې ما که ده په شعر کې د لفظی صنایعو او مو سیقیت خبره پورته کړه. ما لکه چې د خلقیانو دا ناشولته نظم تکرار کړ چې: طباق یې تبه خی، مبارره طبفاتي ده + در جار شم شوروي چې د ښکلا شرانګا دې خېژي. غضنفرصیب خبره سمه کړه او د حمزه مثال یې ورکړ:

یو شور یې د شهرت و چې شوم پېښ په پېښور حمزه مې په خاموشو مقبرو کې لټاوه.

زما خپل دا خوښ شو چې تې ګانې او شینونه ورکې برالا او په بېشرمۍ قطار شوي دي. افسوس چې د غضنفر شعر او زما دا معر و. نو اوس به دوه نور ورکړم چې هم راته ښکلې ښکاري هم مې د ژوند تجربې د هغې رښتین توب را ښودلی دی:

۱. چې په تورو سترګو تور رانجه کا پورې

له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې

۲. پښتنې نجونې مې ولېدې په سترګو

څوک چې ترکې د ختا ستایي خطا دي

لا هم نه پوهېږم چې د ا دوه مې ولې خوښ شول. د شعر هنر ورکې دی او که په کلي کې مې داسې ښایستوکې لېدلي دي چې نه یې سیال په هند کې شته دی، نه ثاني په امریکا کې. په هر صورت، زه د بنیادمانو په سینګار ناشکري نه کوم. خپله مې هم چې ورته کتلي، د ځانه سره مې ویلي، یره که د سترګو ګوټونه یې په کجلو یو څه لکیاور کړي وای د ښایست به یې پړکا ختله. د خوشال بابا د پښتنو نجونو د ښکلا بیان خو داسې کانې روا کړې چې د ټولې نړۍ(او زه تر ابن بطوطه، او چینايی هوانتسانګ، او مارکوپولو نه هم ډېر ګرځېدلی یم) په ښکلو مې خاورې اړولي، خپله پښتنه ښځه مې کړې ده.

خو په شعر کې ځینې وخت لفظی صنایع د هغې هنریت ته صدمه رسوي. کله خو تکراري شي، د بل چا وي، سولېدلی وي.

یار دستمبو بدستم داد دستم بو ګرفت+ دست او نازم که دستمبو زدستم بو ګرفت

د دغسې صنایعو یو بل نقص دا دی چې د معنی یا پیغام په رسولو کې مرسته نه کوي، هسې لکه د غوا پېروان د نور شعر پوري زانګي . فارسي قافیه کې ناچار چار ، آچار چار، ژاژ خايي مېکنند با ما رقیب+ اندرین دریا دګر مدرای ژاژ

دا وینا سمه ده چې شعر صنعت دی. خو د صنعت مانا دلته مازې دا دا ده چې د بنیادم په لاس جوړ شوی څیز دی. هسې خو کلالي او ترکاڼی هم صنعت دی. خو فرقونه یې ډېردي. د کلال یو کنډولی د بل په شان وي خو یو شعر که بېدو د بل په شان وي نو یو یې ضرور غلا ده، چې کتابو کې ورته ادبي سرقه وايي. بله دا چې د کنډول جوړول د ژوند یو عملي ضرورت پوره کوي، اوبه ورکې څښل کېږي، یوه کار آمد آله ده. شعر معنوي، د ښکلا تنده ما توي. دا چټی بحث دی چې ادب د ادب د پاره که د ژوند له پاره. د ښکلا د تندې ماتېد ل هم د ژوند یوه برخه ده.

د هنر یوه خاصه که تخیل دی نو بله یې ابتکار او تخلیق دی. همدلته ده چې د بل شاعر د اثرتکرارول یا په خپل نامه کول هنر نه دی حال دا چې باک نه شته چې سل کلالان هماغه یو قسم کډول جوړ کا

دغه ادبي صنایع چې اوس یې د طباًق، تضاد…… نومونه ورباندې لورولي، کتابونه یې پرې لیکلي، پوهنتون کې یې د علومو په نومونو تدریس کېږي، بله مشغولا ده. هغه پاړسي شاعر څه ښه ویلي چې من ندانم فاعلاتن فاعلات+ شعر مېګویم بمانند نبات. د پوهنتون په کالونو کې د ادب د ادب یا ادب د ژوند بحث ښه په زورکې و . یو مضمون مې په دې عنوان هم وکوت چې (ملنګ جان نابغه نه و) : لکه چې خادم صیب یا بل لیکوال ملنګجان نابغه بللی و. هغه وخت یواځې د ګوتو په شمار د پښتو ټولنې مشرانو ته، هغه هم د نابغه نه، بلکه د علامه خطاب جایز و. ملنګ جان د خدای بېسواده ولسی شاعر و. خو ما چې یې شعرونو ته کتل دا نوم چندانې بېځایه هم نه معلومېده. اوسنۍ ملي ترانه خو کرزي صیب په وچ کوتک په خلکو ومنله مګر که د ملنګ جان ( دا زموږ زیبا وطن) ورسره مقایسه کړﺉ څرګند فرق و. د دې اوسنۍ ترانې لیکونکی، جهاني صیب په خپله له خپلې ترانې راضي نه دی.

هغه ورځ مې د خدای بښلي ملنګ جان د یوې بدلې لومړی بند چېرته وکوت، هنر راته ښکاره شو:

مینې دې ستي کړمه، راغلې په اېرو

اوس مې په اېروکې لا س وهه چې باد یی وړینه، ستا د در ملنګ یم.

زما په نظر ادبي صنایع زیاتره د هغو تکیه کلامونو مثال لري چې په عوامو کې یې نمونې ډېرې دي: خدای دې په نېکه مل شه. مدعا دا ده چې، که دا نښه دې رښتیا وي، د خدای کړه و، نو وروره ګله، تا ته دې خدای ښه ورځ درکړي، بده دې نه درکوي…….. ګویا د زاړه اونوي بیان ترمینځ پول یا د سارا ښکنې وقفه ده. څوک یې مانا ته پام نه کوي، ښوی وروستي بیان ته تېرېږي. بیا هم لږ تر لږه د کلماتو ترمنځ د ګریس کار خو ورکوي. مګر په لیکلي نظم کې به (چې لیکوال یې د هنر په نامه کاږي) چندانې ورته ضرورت نه وي. یو بل مثال به د نالوستو ورکړم او خبره به راونغاړم: وا زرګره یاره، ما ته ډډه اوږۍ جوړه که+ شین غمی پرې سپور کړه، مرغلرې ترې چاپېره که. دا او د ملنګ جان نمونې ادبی صنعت نه لري خو د اجمل ښکلي صیب په اند حسي او تصویري دي. صحنه درته نېغه دروي او پرېږدي چې پخپله پیغام درکړي.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۳ د جون په ۱۳ مه خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب