پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهيوه بهرني تحصيلي بنسټ افغانانو ته تر درې زرو ډېر جعلي ډيپلومونه...

يوه بهرني تحصيلي بنسټ افغانانو ته تر درې زرو ډېر جعلي ډيپلومونه ورکړي

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۸) له اداري فساد سره د مبارزې کمېسيون مسؤلان وايي، په هند کې د «ای اس بي ام» تحصيلي بنسټ له درې زره ډېرو افغانانو ته د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا جعلي ډيپلومونه ورکړي دي.

ددغه کمېسيون رئيس عبدالقيوم نظامي نن چهارشنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، دده د کار له پيله تر اوسه پورې شاوخوا ۴۷ مورده شکايتونه څېړل شوي چې له ډلې يې ۱۶ مورده لويې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

ښاغلي نظامي وویل، لويې څارنوالۍ ته د لېږل شويو ۱۶ دوسيو په ډله کې د «ای اس بي ام» په نوم د یوه هندي ښوونځي چې افغانانو ته یې د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه له درې زره څخه زیات جعلي ډیپلومونه ویشلي هم شامله ده.

دده په خبره يو شمېر افغانانو چې له دغه تحصيلي بنسټه جعلي ډيپلومونه ترلاسه کړي، د حکومت په لوړو څوکيو کې ګمارل شوي دي.

هغه څرګنده کړه، د دوی د څېړنو له مخې دغه ښوونځی تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي روزي، خو افغانانو ته یې د لیسانس، ماسټري او دوکتورا سندونه ورکړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون رئيس وايي، دې دوسيو ته د بشپړې رسېدنې تر پايه له نظارته لاس نه اخلي.

له اداري فساد سره د مبارزې کمېسيون رئیس زیاته کړه، د دې ترڅنګ د هېواد د ننه يو شمېر خصوصي تحصيلي بنسټونه هم چې د خيالي محصلانو په لرلو تورن دي، لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم يو شمېر خصوصي پوهنتونونو د خيالي محصلانو په لرلو او د پيسو په بدل کې د لسانس تحصيلي اسنادو په ورکړې تورن و.

د عبدالقيوم نظامي په خبره چې د ولسمشر په حکم له فساد سره د مبارزې ادارې درې موازي بنسټونه لکه، له فساد سره د مبارزې ځانګړی سکرتریت، د دارایي د ثبت اداره او میک اداره لغوه او له فساد سره د مبارزې کمیسیون کې مدغم شوي دي.

2 COMMENTS

  1. سړی خپله تر مرۍ په فساد کې غرق دی. دوه درې چکره مسکو ته لاړ او ځان له یي دکتورا له روسيي نه په ډالرو رانیوله. ټولو زامنو له یي بلډنګونه را نیول. د مخکیني لوی څارنوال قومي او خپلوان دی او د فساد سره د مبارزي په ریاست کي یې ډير بد نوم پریخود. مخلوع لوی څارنوال حمیدي همدغه بچه خاله قیوم نظامي تورنجنرالي ته ورساوه، نوموړی د فساد سره د مبارزې ریس و، (موده مخکي د ارګ ملالنډي د سرخرودۍ په معیار د فساد سره د مبارزي د کمیسیونو ریس مقرر کړ) خو خپله دومره مفسد دی چي د لوی څارنوالي په یوه ښځینه کارمنده یې په دفتر کي جنسي تیری و کړ کله چي خبره رسوا شوه د حمیدي په مشوره یي پټه خوله کورته بوتله. دغه ښځه د ۲۵ کالو په عمر وه، میړه یې شهید شوی و او دوه اولادونه يې هم درلودل او پخپله قیوم نظامي شپیته کلن دی. میاشت وروسته د مخکینۍ ښځي ځوانو زامنو کور نه و شړله اوس یي بیل اپارتمان ورته نیولي په دې خبره ټوله لویه څارنوالي خبره ده.
    د فساد مخه په مفسدینو نه نیوله کیږي!!!

  2. دا خلک شرم نه لري د فساد نه خبري کوي درې زره نه په لسګونه زره جعلي ډيپلومونه له هند، پاکستان، تاجکستان، مسکو او ایران څخه د ډالرو په مقابل کې اخیستل شوې. داخبره خو څه نوې نه ده، لوی څارنوالي کې زیاتي دوسيي موجودي دي چې د ډالرو په مقابل کې حفظ شوې دي.
    تاسو ددې سړي مخ ته و ګورئ پدې جنګ ځپلي و طن کې به د سړي مخ دومره سورور شي که مفسد نه وي؟ یو ملګری مې وايي دا سړی د محمد فرید حمیدي د مفسدي ډلي تر ټولو فعال غړی و او تېر کال له یوې ځواني کارمندي سره یې د جبر زنا خبره په لوی څارنوالي کې هیچا نه پټه نه ده. که د ارګ له لوی مفسد فضل فضلي سره یي قومې تار نه در لودلی اوس باید د پنجرو شاته ناست وی، نه د تریبون و شاته. غوښه چې خرابه شي مالګه به پري و دوړوي خو مالګه چې بد بویه شي څه به پرې و دوړوې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب