Homeخبرونهلاوروف له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې خبرونه لاوروف له پاکستاني مشرانو سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړې خبریال: taand اپریل 7, 2021 0 2580 FacebookXPinterestWhatsApp تاند(چهارشنبه، د حمل۱۸) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، چې پاکستان ته په سفر تللی، د دغه هیواد له صدراعظم، لوی درستیز او د بهرنیو چارو وزیر سره جلا – جلا ولیدل. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دواړو خواوو د خبرو یوه اصلي موضوع د افغانستان د سولې روانه پروسه وه. لاوروف په ځانګړي ډول له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره د افغانستان د سولې او د دغه هیواد د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې. دا په تېرو ۹ کلونو کې لومړی ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو یو وزیر پاکستان ته ځي. رویټرز خبري اژانس وايي، عمران خان له لاوروف سره په کتنه کې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل پر اهمیت ټینګار وکاوه. د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې ویلي«پاکستان په مسکو کې د وروستي کنفرانس په وسیله د افغانستان د سولې په پروسه کې د روسیې رول وستایه.» د پاکستان پوځ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جنرال باجوه لاوروف ته وویل«پاکستان د هر هغه نوښت هرکلی کوي چې افغانستان او درستې سیمې ته سوله او ثبات راوستی شي.» FacebookTwitterLinkedInE-mail FacebookXPinterestWhatsApp Previous articleاعتراض کوونکو پکتیا کې د کرکټ بورډ د دفتر دروازه وتړلهNext articleيوه بهرني تحصيلي بنسټ افغانانو ته تر درې زرو ډېر جعلي ډيپلومونه ورکړي نور تازه موضوعات خبرونه ایران له امریکا سره خبرې رد کړې او د هرمز تنګي د بیا پرانیستې لپاره یې شرایط وضع کړل S.Sapai - اګست 9, 2026 اقتصادي خبرونه په هرات کې د سمنټو د سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې تاند - اګست 9, 2026 خبرونه په افغانستان کې د یوه کال په لړ کې کابو دوه میلیونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي تاند - اګست 9, 2026 LEAVE A REPLY Cancel reply Comment: Please enter your comment! Name:* Please enter your name here Email:* You have entered an incorrect email address! Please enter your email address here Website: Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment. ادب د ارواښاد محمدصدیق پسرلي په ویرکي/ محمد معصوم هوتک جنوري 24, 2014 يوه شپه / ګل رحمن رحماني سپتمبر 5, 2013 د خان اعتراض/ اجمل پسرلی سپتمبر 15, 2014 خبرونه په خلیجي هېوادونو کې د سختې ګرمۍ نوې څپه؛ د تودوخې درجه ۵۰ ته رسېدلې اګست 9, 2026 کرکټ: د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته د آیرلنډ د رسېدو هیله مړاوې شوه اګست 9, 2026 په افغانستان کې د یوه کال په لړ کې کابو دوه میلیونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي اګست 9, 2026 په هند کې له غبرګولو وروڼو سره د غبرګولو خویندو واده اګست 9, 2026 عبدالعظیم بدخشي خپل بیلاروسي سیال مات کړ اګست 9, 2026 انجنیر مومند او د موسیقۍ بې ازاره هنر| ولي الله ملکزی + تاند - اګست 7, 2026 0 موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې ژبې انګازه ده...