جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروسيې، امریکا، چین او پاکستان د اسلامي امارت د بېرته راتګ مخالفت...

روسيې، امریکا، چین او پاکستان د اسلامي امارت د بېرته راتګ مخالفت کړی

تاند ( جمعه، د حوت ۲۹) د مسکو ناستې په ګډه اعلامیه کې له ټولو ښکېلو خواوو څخه غوښتل شوي، چې تاوتريخوالی کم کړي.

په اعلامیه کې له ښکېلو لوریو غوښتل شوي، چې د خبرو له لارې په افغانستان کې داسې جوړجاړي ته ورسېږي، چې د ماشومانو، ښځو، د جګړې د قربانیانو او د ټولو افغانانو حقوق په کې خوندي وي.

د روسيې، امریکا، چین او د پاکستان په دې ګډه اعلاميه کې دغه راز ويل شوي، چې دوی د “اسلامي امارت” د بېرته راتګ ملاتړ نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یاده غونډه د روسیې، امریکا، چین او پاکستان ترمنځ د ترویکا د ناستو دوام دی چې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل کېږي، خو دا ځل ‌یې یوه برخه د افغانستان سولې ته ځانګړې شوې ده.

عبدالله د مسکو غونډې ته: افغانستان د تېرو کلونو افغانستان نه دی

د یادې ناستې په څنډه کې ملا برادر د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره هم کتلي دي.

 

دغه راز افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق  هم د طالب پلاوي له مشر ملا برادر سره کتلي او د سولې پړ اړوندو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب