جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهاریانو د کمال خان بند د جوړېدو هرکلی وکړ

ننګرهاریانو د کمال خان بند د جوړېدو هرکلی وکړ

تاند ( جمعه، د حوت ۲۹) ننګرهاریانو د يوې پراخې غونډې پرمهال دد کمال خان بند د جوړیدو هر کلی وکړ.

په دې غونډه کې چې مدني فعالانو، ځوانانو، میرمنو، کارګرو او بزګرانو ګډون کړی وو له مسوولو ادارو غوښتنه وکړه، چې په ننګرهار کې دې هم د اوبو مهارولو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي.

د کمال خان بند د جوړېدو چارې شاوخوا ۷۰۰  کاله وړاندې  پيل خو د وخت د جمهور رئیس محمد داود خان تر مرګ وروسته یې چارې په ټپه ودریدې.

خو ۱۳۹۰ کال کې یې په درې مرحلو کې یو ځل بیا چارې پیل  شوې، چې وروستۍ مرحله یې ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې پیل او څه موده وړاندې یې د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د معلوماتو له مخې د کمال خان بند په جوړولو څه باندې ۱۱۰ میلیونه امریکایي ډالر لګښت شوی چې ۵۲ میلیونه متره مکعب اوبه ذخیره کوي او ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

مسوولان وایي ، یاد بند به دغه راز  د نیمروز ولایت لپاره ۹ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

د غونډې ګډونوالو د اوبو د ارزښت په ځآنګړي ډول د کمال خان بند د جوړیدو په ویاړ شعرونه او تیاتر هم نندارې ته وړاندې کړل.

ننګرهاریانو له حکومت نه غوښتنه وکړه، چې پر کونړ سیند دې هم د بند جوړولو چارې پيل کړي او پاکستان ته روانې اوبه مهار کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب