جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د هند او انګلینډ۲۰ اوره لوبلړۍ مساوي روانه ده

د هند او انګلینډ۲۰ اوره لوبلړۍ مساوي روانه ده

تاند ( جمعه، د حوت ۲۹) د هندوستان او نګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ څلورمه لوبه تېره شپه ترسره شوه.

په دې لوبه کې لومړی هند کرکټ ملي لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ.

هند لپاره په توپ وهنه کې یادوف، ۵۷، شيریاس آیر ۳۷ او پنټ ۳۰ تر نورو ډېرې منډې ترسره کړې.

په توپ اچونه کې بیا جوفرا ارچر څلور هندي لوبغاړي وسوځول.

انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او یواځې یې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۷۷ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۸ منډو په توپير وبایلله.

انګلینډ لپاره په توپ وهنه کې جیسن رای ۴۰، بين سټوکس ۴۶ او برسټا بیا ۲۵ تر ټولو دېرې منډې ترسره کړې.

هندۍ لوبډلې لپاره بیا شېردل ټاکر ۳ ، هاردک پنډیا او چاهل بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هندۍ لوبډلې دا لوبه د ۸ منډو په توپير وګټله او روانه لوبلړۍ یې دوه دوه برابره کړه.

له دې وړاندې لومړۍ شل اوره لوبه انګلینډ، دوهمه هندۍ، درېمه بیا انګلینډ لوبډلې ګټلې ده.

که هره لوبډله وروستۍ لوبه وګټي نو د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله به هم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب