یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او زمبابوې د لوبلړۍ ۲مه لوبه نن ترسره کېږي

د افغانستان او زمبابوې د لوبلړۍ ۲مه لوبه نن ترسره کېږي

تاند ( جمعه، د حوت ۲۹) د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه لوبو لوبلړۍ دوهمه لوبه نن ۲ نیمې بجې ترسره کېږي.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ګټلې وه.

په لومړۍ لوبه کې زمبابوې پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې رحمن الله ګربز ٨٧، اصغر افغان ٥٥ او کريم جنت ٢٦ منډې وکړې.

د زمبابوې لپاره ريچارډ نګاروا او بيليسنګ موزربارني ٢-٢ او ريان برل ١ ويکټ ترلاسه کړې.

زمبابوې لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې او د ٤٨ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له خوا تيناشي کمونهوکامي ٤٤، سين ويليمس ٢٢، سکندر رضا ٢٢ او تاريساى مسکندا ١٨ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا راشد خان ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کريم جنت او فريد احمد هم ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب