Homeخبرونهکمال خان بند؛ ټاکل شوې د حمل په ۲مه به پرانېستل شي

کمال خان بند؛ ټاکل شوې د حمل په ۲مه به پرانېستل شي

تاند(سه شنبه، د حوت ۱۹) ټاکل شوې د ۱۴۰۰هـ کال کې د کمال خان بند رسماً پرانېستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدی رسنیو ته ویلي چې دغه بند د اقتصادي او صنعتي په تېره بيا د هېواد د کرنې په وده او پراختيا کې حياتي رول لري.

نوموړي زیاته کړې، د خصوصي برخې استازو هم ژمنه وکړه چې د کمال خان بند د پرانېستلو مراسمو کې ګډون کوي او د تبليغاتي توکو، بېل بورډونو په چاپولو، راډيويي اعلانونو په خپرولو او د نورو توکو برابرولو کې به خپل مسووليت ادا کړي.

د کمال خان بند د جوړولو کار د هېواد د لومړني ولسمشر شهيد سردار محمد داوود خان دوره کې پيل او له ٤٤ کلن ځنډ وروسته د ولسمشر غني دوره کې د افغانستان له پرمختيايي بودجې څخه بشپړ شو.

د کمال خان بند شاوخوا ۲۰۰ میلیونه متره مکعب اوبه ظرفیت لري، چې د ۴۰۰ زره جریبه څخه د زیاتې ځمکې خړوبولو او ۹ میګاواټه بریښنا تولید لپاره به وکاروي.

د دې بند کار په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان له پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شو.

د کمال خان بند د نیمروز ولایت مرکز، زرنج ښار څخه پنځه کیلومتره وړاندې د چاربرجک ولسوالۍ د هلمند سیند ته څیرمه موقعیت لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...