جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونههرات کې د پنځو سرګروپانو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي

هرات کې د پنځو سرګروپانو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي

تاند(سه شنبه، د حوت ۱۹) ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات تر سره کړل چې په پایله کې یې د پنځو سرګروپانو په ګډون ۳۱ طالبان ووژل.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یادو عملیاتو په پایله کې د طالبانو د ۵ سرګروپانو په ګډون، ۳۱ طالبان ووژل شول، ۱۶ تنه ټپیان شول، او د یادې ولسوالۍ پراخه سېمي د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.

دفاع وزارت زیاته کړې، طالبانو د یادې ولسوالۍ اړوندو سېمو کې ملکي او نظامي کسانو ته د زیان رسولو په موخه ۲۱ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د انجنیرۍ ټیم له خو کشف او شنډ شول.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له کله چې د سولې خبرې پیل شوې دي په هېواد کې جګړې او تاوتریخوالي زور اخیستی او د هدفي وژنو ترڅنګ د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ هم سختې نښتې روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د درنو مرګ‌‌ژوبلو اړولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب