شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهیو هندي ځوان په رکشا کې څنګه کور جوړ کړی؟

یو هندي ځوان په رکشا کې څنګه کور جوړ کړی؟

تاند ( پنجشنبه، د کب ۱۴)  راپورونه وایي، هند کې یو ۲۴ کلن ځوان په رکشا کې د کور په جوړولو سره د خلکو پام ځان ته ور اړولی دی.

د راپورونو له مخې، د هند د تامل نادو ایالت یو معمار “پربهو” په یوه رکشا کې د اوسېدو د ټولو امکاناتو برابر کور ځان ته جوړ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا کور په ښکلي شکل سره جوړ شوی چې خوب خونه، پخلنځای، تشناب او د کار ځای هم لري.

سرچینې زیاتوي چې په زړه پورې يې داده، دا رکشایي کور د ۲۵۰ لېټره اوبو یوه زخیره هم لري.

سرچینه کاږي دا رکشایي کور د شمسیو”سولر” برېښنا هم لري چې د لمر په واسطه ترې هر ځای کې ترې ګټه اخیستل کیدای شي.

ممکن د دې کور کتونکي فکر وکړي چې د هندي ځوان پر دې ابادۍ به زیات مصرف شوی وي خو داسې بلکل نه ده.

د معلوماتو له مخې، د پربهو نومي دې هندي ځوان په رکشا کې پر جوړ کړي کور یوازې یولک هندي کلدارې مصرف کړی دی.

راپورونه وایي، د دې کور بنسټګر پربهو غواړي په کم لګښت د کورونو د جوړولو دا پروژه مخکې یوسي، چې د ده په خبره په ښارونو کې د کمو ځمکو په نیولو د کم لګښت پر مټ داسې کورونه جوړ کړي.

دا پروژه او نقشه د هغو خلکو لپاره چې کم عاید لري او اقتصاد یې کمزوری وي، یو غوره او هیله بښونکی خبر دی.

دا ځوان وایي؛ د ده اقتصاد کمزوری دی، فکر یې وکړ، چې څنګه د یوې وړې او کمزوري اقتصاد لرونکې کورنۍ ته سرپنا جوړه کړي، چې په دې هڅه کې بریالی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب