شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاترا: د ډیجیټلي شبکې مقرره د کابينې لخوا تصويب شوه

اترا: د ډیجیټلي شبکې مقرره د کابينې لخوا تصويب شوه

تاند ( پنجشنبه د حوت ۱۴) د تلویزیونونو  لپاره د ډیجيټلي  شبکې  د خدماتو د تنظیم مقرره، چې  اترا ادارې لخواا جوړه شوې وه، د مراحلو له سرته رسولو وروسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوې ده.

 د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې ( اترا) څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تلویزیونونو لپاره د ډیجیټلي شبکې مقرره دې ته زمینه برابروي، چې د فریکوينسۍ د سپکټرم موثریت کې بهبود راشي، د بروډکاسټ د انتقالي (transmission) شبکو ظرفیت لوړ شي، لا ډېره ډېټا د بانډوېټ په هر واحد کې انتقال ومومي، د تلویزیونونو سیګنال بهتر او د اخلال او تصوير خرابیدو مخه ونیول شي؛ د لوړ کیفیت (HD) ویډیو وړاندې شي، د انتقالي شبکو د بریښنا مصرف کم شي، د انلاګ د مستقلو متوازي شبکو پر ځای د واحدې فریکونسۍ شبکې تطبیق او همداراز د ډیجیټلي محتویاتو لپاره تقاضا لوړه شي.

د اترا ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، په هېواد کې د زېربناو او خدمتونو د انکشاف په موخه د مقرراتي فعالیتونو په لړ کې د تلویزیونونو  لپاره د ډیجيټلي  شبکې  د خدماتو د تنظیم مقرره، چې دغې ادارې جوړه کړې وه، د مراحلو له سرته رسولو وروسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوې ده.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دا مقرره به دې ته هم زمینه برابره کړي، ترڅو د تلویزیونونو لخوا کاریدونکې فریکوینسۍ راتلونکو نویو ټکنالوژیو لکه د 5 جي خدماتو ته وزګارې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب