شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پولارډ په یوه اور کې ۶ شپږیزې ووهلې

پولارډ په یوه اور کې ۶ شپږیزې ووهلې

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۱۴) د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرن پولارډ په يو اور کې شپږ شپږيزې ووهلې.

کيرون پولارډ په نړيوالو شل اوریزو لوبو کې دوهم او په نړۍ کې بیا درېم توپوهونکى شو چې په ١ اور کې ٦ شپږيزې وهي.

له دې وړاندې یوراج سینګ د انګلستان پر وړاندې په یوه اور کې ۶ شپږيزې وهلي او تر هغه وروسته بیا تر هرشل ګبز په پنځوس اوریزو لوبو کې په یوه اور کې ۶ شپږيزې وهلې دي.

په دې لوبه کې چې د سرېلانکا او ويسټ انډيز ترمنځ ترسره شوه سريلانکا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې.

پاتوم نسانکا ٣٩ او نيروشان ډيکويلا ٣٣ منډې ترلاسه کړې.

ويسټ انډيز لوبډلې په څوارلسم اور کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ٤ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

کيرون پولارډ تر ټولو چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په ١١ توپونو يې ٣٨ منډې وکړې او په اکيلا دنانجايا يې په ١ اور کې ٦ شپږيزې هم ووهلې.

پولارډ په داسې مهال پر دنانجایا ۶ شپږېزې ووهلې چې نوموړي له ده وړاندې درې پرلپسې لوبغاړي وسوځول او هيټرېک یې وکړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کيرون پولارډ ته ورکړل شوه.

د یادونې ده چې دواړو لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ دويمه لوبه به د مارچ په ٦مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب