Homeخبرونهطالبانو په لوګر کې دیني عالمان او د مدرسو زده کوونکي په...

طالبانو په لوګر کې دیني عالمان او د مدرسو زده کوونکي په مرګ ګواښلي

تاند(پنجشنبه، د حوت ۱۴) په لوګر کې طالبانو د ديني مدرسو ۷۵۰۰ شاګردان له زده‌کړو بې برخې کړي.

له امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په لوګر کې طالبانو د ۳۶ رسمي ديني مدرسو د شاګردانو کورنۍ او ديني عالمان په مرګ ګواښلي چې له امله يې ۷۵۰۰ زده‌کوونکي له درسه بې‌برخې شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د د هېواد ديني عالمانو د امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره غونډه ترسره کړه.

د خبرپاڼې په وینا، یاده غونډه کې د امنيتي ادارو مسوولینو د هغو ديني علماوو لپاره ځانګړي امنيتي تدابيرو د عملي کېدو خبره کړې چې د ګواښونو کچه يې لوړه وه.

سرچینې د یادو مسولینو له قوله ویلي، چې په هېواد کې د ديني عالمانو پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو لپاره ځانګړي طرحه لري تر څو له خطرونو خوندي اوسي.

یاده غونډه کې حمدالله محب زیاته کړې، د علماوو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو او له علماوو سره د کتلو او ناستو په موخه په یوه ځانګړې طرحه کار کوي.

محب ویلي چې منبرونه د ديني تبليغ او دعوت مرکزونه دي، هر څوک چې يې د نظام او خلکو د تخريب لپاره کاروي، جدي چلند به ورسره وشي.

په همدې حال کې بیا د یاد ولایت په مرکز پل عالم کې د مرکزي دارالعلوم یو ښوونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې طالبانو دوی ګواښلي او ورته ویلې یې دي چې باید له دارالعلومه د منفکۍ اسناد ور وړي.

یاد ښوونکی وایي، د لوګر طالبان د دوی استدلال هم نه مني او وایي، دا امر ورته د خپلو مشرانو لخوا شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. د ټالبانو کوم کار سم افغاني ، انساني او اسلامي دی ، چې د شاګردانو د زده کړو مخه نیول یې سم نه وي ؟
    دوی د جهالت او شیطان استازي دي . شیطان به هېڅکله مسلمانان د علم زده کولو ، د خپل وطن د ترقي او الهي عبادت اداکولو ته په خپل زړه پرې نه ږدي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...