شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د سينګار هټۍ"، د ټولنې انځور | حفيظ الله ياد"

د سينګار هټۍ”، د ټولنې انځور | حفيظ الله ياد”

د نړۍ پر کچه د وتلي ليکوال Nipolean Hill په يوه ډېر شاهکار او منل شوي کتاب Think and grow Rich کې مې لوستلي و چې انسان هغه وخت د علم معراج يا Infinite Intelligence ته ځي چې کله یې درې مثبت جذبات Positive Emotions سره يو ځای شي. په دغو درې جذباتو کې نوموړي مينه، عقيده او سېکس ياد کړي دي. دا درې د بلواسطه رابطې پس د ژور سوچ پر لاره انساني دماغ و يوه ډېر نه منونکي حالت ته رسوي چې هلته انساني دماغ پر هغه څه سوچ کوي کوم څه چې په عادي ژوند کې د تصور تر حدودو لا هم بلها ډېر بالاتر وي يا په بله مانا چېرته چې زموږ فکرونه خپلو حدودو ته رسي هلته دي دوی فکرونه پېل کوي. له بده مرغه زموږ ټولنه له دې برخې ځکه نيمګړې پاتې ده چې د ياد شوو درې څيزونو تر منځ يه اعتدال نه دې ساتلې او نه يه هغوی درې واړو غوښتنو او پوښتونو ته عملي ځوابونه موندلي دي. ايلت يې زما په فکر هغه د وتلي لارښود کارل مارکس دريځ وو چې هر کله به منځنۍ طبقه د طبقې په توګه منافقه وي او د مصلحت ښکار به وي. وجه يې دا ده چې دوی به هر کله ډېر زيات Confirmists وي په خپل ټولنيز ژوند کې.

ناول د پښتو په ادب کې له څو هغه اصنافو څخه يو صنف وو چې د پېغلتوب د غوټيو سره سره يې د مستو لارو مزل نه وو کړې او لا يې د بکارت په سيورې د خپل خاوند د راتګ لارې څارلې تر څو د نورو ژبو د ناولونو په شان په خپله پر امېده او تشه غېږه کې ماشوم په برخه شوې وايه خو له ډېره ډېره نېکه مرغه زه فکر کوم دې ناوې نه يواځې خپل د ژوند ملګری و موندلی بلکې اوس پې په غېږه کې يو ډېر ښکلې ماشوم هم په خندا ليدلې شو چې لا اوس د نورې تربيې ورته اړتيا ده. پښتو ناول اوس له نېکه مرغه د نړۍ د نورو ناولونو په څېر له هره اړخه ډېره وده کړې ده او اوس موږ په پښتو ادب کې بلها ډېر ناولونه لرو تر څو یې د نړۍ د نورو ژبو د سيالۍ مېدان ته وړاندې کړو. استاد‌ لايق ډېر ښه ويلي چې؛

ګومان مه کړه چې خالي شوه، د ساقي مينا له ميو

لا د تاک په تا خانو کې، د انګـــــور شيشې ډکېږي

د پښتنې ټولنې د يوه بل ترجمان ناول “د سينګار هټۍ” په اړه خبره کوم چې ليکوال يې د سهيلي پښتونخوا اوسېدونکې ډاکټر لياقت تابان دی. د کال ۲۰۲۰م د جولايي په مياشته کې چاپ شوی دی او ۱۴۴ مخونه لري. مرکزي کردار يې شېر خان دی. تړون يې د هغه ټولو ځوانانو او پېغلکيو په نامه شوی دی چې د دې سماج د پېغورونو له ويري هره سخته او هر تکليف پر ځان تېروی او ډېر په مېړانه او همت دا هر څه يواځي د خپل زړه په هديره کې ښخوي. د لوستلو سره به د دې ټولنې هر وګړی خپل ځان د يوه روښانه فانوس په شان ور پکې ويني. که څه هم دا ناول دی کردارونه يه فرضي دي خو په دې ناول کې دا ټولنه داسي انځور شوې ده لکه يو څوک چې د دې ټولنې يو جامع او ريښتونی رپوتاژ لولي. هر هغه حقيقت پکې ويل شوی دی کم حقيقتونه چې موږ يواځې په عملي توګه تجربه کوو مګر ورباندې خبره کول کفر ګڼو‌.

په دې ناول کې ناول کې هره خبره ډېره په جرات شوې ده نو ځکه زه دا په ځان پور ګڼم چې خبره هم بايد په جرات ورباندې وکړم. دلته په conscious او unconscious انداز کې بلها ډېر موضوعات څېړل شوي دي چې مرکزي خيال يې جنسيات، جنسي ناروغۍ، هم جنس پرستي، انتقام او داسي نور موضوغات دي. د دې واړه موضوعاتو لاملونه او له هغوی څخه د خلاصون لارې ښودل شوي دي.

دلته د ځوانۍ د لومړيو لېونيو کلونو د لېونتوب، د اوسني دور د سرسري او Immature ميني په اړه خبره شوې ده. او له دې سره سره د ميني په هکله د نړۍ د بلها ډېرو پوهانو نظرونه راوړل شوي دي. دلته د ډېرو مقدساتو د ناوړو عملونو د مرکزونو په توګه ذکر شوی دی چې په اړه يې د خبرتيا باوجود څوک د خبرو کولو توان نه لري. د کورنيو د تربيې په هکله تجويزونه وړاندې شوي دي تر څو په ټولنه کې د ناوړو پېښو او ناروغيو مخ نيوی وشي.

د ډاکټر صاحب د نورو ناولونو په شان په ياد ناول کې هم د بلها ډېرو کتابونو يادونه شوې ده تر څو د ناول په لوستونکې کې يوه تلوسه د ياد شوو ګټورو کتابونو په اړه پيدا کړي. د طب د يوه ډاکټر په حېث يې په ناول کې د بلها ناروغيو د تشخيص او ورسره د هم دغو ناروغيو د درملنې يادونه شوې ده. چې د ټولنې د ډېرو ناروغيو په علتونو لوستونکي پوهه شي. خو په دې ناول کې دا خبره ډېره د ستايني وړ ځکه ده چې موږ و خپلو ماشومانو ته د نړۍ د پرمختللو قامونو په شان د جنسياتو په هکله هيڅ لارښونه يا Sex Education نه ورکوو او هغه د بلوغت سره سره د ډېرو داسي پوښتنو سره مخ شي چې د پوښتلو توان ورپکې نه وي او له بده مرغه دا بې ځوابه پوښتنې یې د فارسي په اصطلاح د “فرد شناس” د تميز تر مدار ووځي او دي دوی ژوند د کړاوونو سره مخ شي.

د ښاغلي ليکوال ناول د خپلي سيمي پر جغرافيه باندې را څرخي چې لوستونکې يې په لوستلو د ليکوال سيمه او دي هغې سيمي په پر بېلابلو ځاينو او د دې ځايونو د ځانګړتياوو په هکله ځانونه خبرولای شي. د بېلګي په توګه په دې ناول کې د کوټي د مشهور هوټل ګوبل سېنټر، د چارغاښ د غره، د هنه وړک، د بولان او داسي نورو سيمو يادونه شوې ده. د ليکوال هر ليک په شان دا ناول هم ډېر په ساده ژبه او په سليس پښتو ليکل شوی دی تر څو د ټولنې هر وکړی ځان پرې پوهولای شي. په ټول ناول کې د مرکزي خيال او د پلاټ په ډېر هنر سره خيال ساتل شوی دی تر څو ټوله ناول د خپل پلاټ په influence Field تر سيوري لاندې روان پاتې شوی دی. مهم شی يې سسپېنس یا تلوسه دی چې لوستونکی دې ته نه پرېږدي چې په خپل لوست کې دمه وکړي هن تر دې حده چې کاش که د ناول دويم ټوک ليکل کېدای ما به له ليکوال څخه دا خواست کړی و چې بايد دا ناول روان پاتې شي که څه هم خيال مکمل شوی دی.

د ناول کلايمېکس (اوج) ډېر زيات دردونکې دی. په خاصه توګه هغه وروستی خط چې د ناول مرکزي کردار شېرخان يې د خپلو ملګرو په نامه ليکي. هم په دي هغه خط په وروستۍ ټپه به خپل ليک ته د پای ټکی کېږدم چې؛

څوک په رضا له ملګه نه ځي

يا ډېر غريب سي يا د يار له غمه ځينه

ډاکټر لياقت تابان ته پر دې شاهکار ناول افرين وايم او ورڅخه دا هیله کوم چې داسي نوري ډالۍ د پښتو ژبې د ناول و څانګې ته ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب