شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهار: د طالب قاري خالد د هدفي وژنو ډله ونیول شوه

ننګرهار: د طالب قاري خالد د هدفي وژنو ډله ونیول شوه

تاند(پنجشنبه، د حوت ۱۴) د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د فخر الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو اړوند د قاري خالد ګروپ هغه پنځه کسیزه ډله ونيول شوه، چې دوه اونۍ وړاندې یې جلال اباد ښار کې ډاکټر میهن یوسفي شهید کړ.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یادو نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په قضیه کې ۱۶۰ زره افغانۍ ورکړل شوې وې چې د۳ ریکشاوو په وسیله د ۹کسیز ګروپ په مرسته یاده پېښه ترسره کړه.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې هره ورځ هدفي وژنې ترسره کېږي.

د یادونې ده چې نن سهار هم د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې، چې له امله یې ددغه ولایت د دولتي روغتون یوه ښځینه ډاکټره وژل شوې ده.

بل لور ته بیا وړمه ورځ هم په دغه ولایت کې ناپېژانده وسله والو درې ښځينه خبریالانې په ډزو ووژلې.

په ورته وخت کې جلال اباد کې تېره شپه ناپېژانده وسله والو اووه کارګر په ډزو وژلي دي.

ځايي سرچینو رسینو ته ویلي چې پېښه تېره شپه د سره رود په ولسوالۍ کې شوې ده او وژل شوي کسان د یوې کارخانې کارکوونکي وو.

تر اوسه ددغه پېښې اصلي انګیزه نه ده روښانه شوې او نه یې هم کومې ډلې مسوولیت منلی دی.

امنیتي چارواکي هم پېښه تاییدوي خو په اړه یې لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.

په جلال اباد کې وروستیو نا امنیو او هدفي بریدونو د دغه ولایت په ځایي امنیتي چارواکو هم نیوکې ډېرې کړې دي.

ددغه ولایت مدني فعالین او ولسونه ددې غوښتنه کوي چې حکومت دې ژر تر ژره د خلکو د امنیت د تامین لپاره هڅې ډېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب