شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورد (ځیرک اقتصاد پوه او بریالي مدیر) کتاب مخکتنه

د (ځیرک اقتصاد پوه او بریالي مدیر) کتاب مخکتنه

د ځوان لیکوال او د نوي فکر ټولنې غړي عزیزاحمد فضلي د (ځیرک اقتصاد پوه او بریالي مدیر) کتاب مخکتنه وشوه.

دا مخکتنه د لوګر ولایت مقام او اطلاعاتو کلتور ریاست په همکاري د اطلاعاتو کلتور ریاست د غونډو په تالار کې وشوه. په دې غونډه کې د کتاب لیکوال عزیزاحمد فضلي, د لوګر ولایت والي عبدالقیوم رحیمي، اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالرحمن تسل، د ملي راډيو تلویزون امر محب الله آرمل، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر خان ولي احمدزي ګڼو لیکوالانو، فرهنګیانو او ځوانانو برخه لرله.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ښاغلي عبدالرحمن تسل پیلیزه وینا وکړه، میلمنو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ د فضلي صیب دا هڅه وستایله او په راتلونکي کې یې د لا بریالیتوب هیله ورته وکړه.

لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د کتاب له لیکونکي نه د مننې ترڅنګ نوموړي ته وویل؛ ته ځوان یې او د کتاب لیکلو لپاره پوره انرژي لرې دغه لاره تعقیب کړه او خپله هڅه په دغه برخه کې جاري وساته. وروسته د کتاب په محتوا او علمي اړخ ښاغلي استاد انور ذاهد، د ملي راډيو تلویزون امر محب الله آرمل او د همدې کتاب لیکوال عزیز احمد فضلي خبرې وکړې، دوی په خپلو خبرو کې وویل چې د سیاسي کسانو په تړاو د ورته کتابونو لیکل د ښه بحث ایجاد دی او نور لیکوالان باید هڅه وکړي چې د ورته بحثونو لړۍ ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب