شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا به د افغانستان جګړه کې ښکېله پاتې نشي

امریکا به د افغانستان جګړه کې ښکېله پاتې نشي

تاند ( پنجشنبه، د کب ۱۴ ) د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت د لنډمهالې ستراتیژۍ په خپور شوي لارښود کې ویل شوي، د امریکا نوی حکومت به د افغانستان په اوږد مهاله جګړه کې چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی، ښکېله پاتې نه‌شي، هڅې دا دي چې روانه جګړه په مسوولانه ډول پای‌ته ورسېږي.

د امریکا د جوبایډن حکومت د ملي امنیت د موقتې ستراتېژۍ لارښود خپور کړی دی او په دغه لارښود کې ویل شوي، چې امریکا به په افغانستان کې تر اوږدې مودې نه پاتې کېږي.

په دې لارښود کې د افغانستان په اړه ویل شوي، په پام کې نه ده چې د امریکا نوی دولت په یوه ناپایه جګړه کې،‌ چې د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی، ښکېل پاتې شي،‌ بلکې هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو یوه اوږده جګړه په مسئولانه ډول پای ومومي.

د امریکا د ملي امنیت لپاره د ولسمشر بایډن د ادارې اعلان شوي لنډمهالي ستراتیژیک لارښود کې د افغان جګړې په تړاو ویل شوي، امریکا به تل پاتې جګړو کې چې ټریلیونونه ډالر لګښت راځي او د زرګونو کسانو ژوند اخلي، نه ښکېلېږي.

دا ستراتیژي پر دې هم ټینګار کوي، چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان بیا د ترهګرو لپاره پر خوندي ځای نه بدلېږي او په دې برخه کې د امریکا له متحدینو سره د ګډ کار ژمنه کوي.

په همدې کال کې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي دي، افغان دولت او طالبان باید یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو او د دایمي اوربند ټینګېدو لپاره یوه لاره ومومي.

دی وايي، د یوې عادلانه او پایداره سولې په موخه د یوه ګړندي خوځښت اړتیا لپاره کابل کې پراخ ملاتړ شته.

زلمی خلیلزاد وايي، کابل کې یې په دې سفر کې له افغان چارواکو، مدني ټولنو او د ښځو له استازو سره کتنې او سلامشورې ګټورې وې.

زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په تړاو په خپرو کړو ځینو ټویټونو کې لیکلي، کابل کې یې د کتنو پرمهال د سولې د بهیر چټک پرمختګ لپاره پر ګڼو غوراویو او بدیلونو خبرې کړې دي.

1 COMMENT

  1. هغه متل دی چې وایی : کنز به هرڅه وایی ، خو که ملا شاګل ( مال هبوت ) یې ومني ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب