شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د پاکستان سوپرلیګ لوبې د کورونا له امله وځنډېدې

د پاکستان سوپرلیګ لوبې د کورونا له امله وځنډېدې

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۱۴) د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو لوبې د کورونا له امله

وځنډول شوې.

پاکستاني رسنۍ وایي د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د کورونا پېښو زياتېدو سره بهرنيو لوبغاړو غوښتل چې دا ليګ پرېږدي او خپلو هېوادونو ته ستانه شي نو ځکه یې دا لوبې وځنډولې.

د یادونې ده چې په لومړیو کې د اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې د لوبغاړي فواد احمد د کورونا ټېسټ مثبت راغى.

له هغه وروسته د دوه بهرنيو لوبغاړو او يو کارمند ټېسټونه هم مثبت راغلل چې دې چارې اندېښنې را وپارولې.

د معلوماتو له مخې تر دې دمه ٧ کسان د پاکستان سوپر ليګ پر مهال په کورونا ويروس اخته شوي دي.

یاد ليګ کې يو شمېر افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب