یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهلس ثانیې وېډیو په ۶ مېلیونه ډالره وپلورل شوه

لس ثانیې وېډیو په ۶ مېلیونه ډالره وپلورل شوه

تاند ( پنجشنبه، د کب ۱۴ ) یوه لس ثانیه يي ویډیو چې د یوه امریکايي له لوري جوړه شوې، په شپږ میلیونه امریکایي ډالره پلورل شوې ده.

راپورونه وایي، دا وېډیو د یوه تکړه امریکایي انځورګر له خوا ډیزاین او په کمپیوټر کې جوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، وېډیو کې د پخواني امریکایي ولسمشر ټرمپ د ناکامۍ او وروسته بیا پر کانګرس د برید مصنوعي نقشه ډیزاین شوې ده.

د وېډیو په یوه برخه کې د ټرمپ د ناکامۍ انځور کښل شوی چې له غټ قد سره پر ځمکه پړ مخ پروت دی او پاس پرې لیکل شوي”دا لوزر” ناکام شوی.

د معلوماتو پر اساس، دا وېډیو د پابلو رویډرېک لخوا په ۶۷ زره ډالرو واخېستل شوه، خو وروسته خبره تر لکونه او مېلیونه پورته شوه.

یاده وېډیو د تکړه ډیجیټل هنرمند مایک ونکلمین لخوا جوړه شوې او د ډیزاین تخنیکي کمېټې له خوا هم تايید شوې ده.

دغه لس ثانيې وېډیو د ټرمپ قووره جعلي او مصنوعي ښکاره کوي او دا پیغام له ځان سره لري چې ده د امریکا لپاره یو بد تاریخ تر شا پرېښود.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته نړۍ د ټکنالوژۍ په برخه کې یو غټ پرمختګ وکړ او په دې وروستیو کې زیات کمپیوټري فلمونه هم جوړ او د فلم د صنعت مینوالو خوښ کړي دي.

خو د دې لس ثانيې وېډیو په دومره لوړ قېمت خرڅلاو هم د دې وېډیو ارزښت او د برېښنایي نقاش ستره لاسته راوړنه په ډاګه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب