یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپر کابل پوهنتون برید کې دوه تنه لاس لروونکي په اعدام محکوم...

پر کابل پوهنتون برید کې دوه تنه لاس لروونکي په اعدام محکوم شول

تاند ( پنجشنبه، د کب ۱۴)  د افغانستان ستره محکمه وایي، د بګرام زندان استیناف محکمې پر کابل پوهنتون د برید دوه طراحان عادل شاه او عبدالله حماد په اعدام محکوم کړي دي.

له دغه محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پر کابل پوهنتون دوه اصلي برید کوونکي، عادل شاه او عبدالله حماد د داعش ډلې غړیتوب، هدفي وژنو، تزویر او انسان تښتونو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

یادې محکمې دغه راز عبدالکبار، خدا بخش او اظهار الدین ته د ملي خیانت، ترهګرو سره داړیکو او غیر قانوني وسلو لېږد په تور له دوو کالو تر اوږده بند سزا اورولې ده.

خبرپاڼه وایي، چې یادو کسانو د انسان تښتونو، ترهګرو سره د اړیکو، هدفي وژنو، ملي خیانت او غیر قانونوي وسلو لېږد کې لاس درلود.

د سترې محکمې د مالوماتو له مخې، مبین د عزیز احمد زوی، د پوره اسنادو نشتوالي او د دلایلو په راوړولو برات ترلاسه کړی دی.

سترې محکمې ویلي، په تښتونو تورن کسان به له دې درکه ۲۲۰۰۰۰ تر لاسه شوي ډالر بېرته زیانمنوته تسلیموي او په کابل پوهنتون بریدګر به یاد پوهنتون ته د درې میلیونه افغانیو اوښتي زیان تاوان ورکوي.

پر کابل پوهنتون د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲ مه نېټه درې تنو بریدګرو برید وکړ چې په لسګونو محصلانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب