سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد کندهار په ارغستان کې سخته جګړه او د ۴۲ طالبانو د...

د کندهار په ارغستان کې سخته جګړه او د ۴۲ طالبانو د وژل کېدو ادعا

تاند (چهارشنبه د حوت ۶) راپورونه وايي، وسله والو طالبانو د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړي او لا هم جګړه روانه ده.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی په ارغستان ولسوالۍ کې د جګړې پخلی کوي، خو وايي چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي.

د بارکزي په خبره، ځانګړي ځواکونه پرون ناوخته دغه ولسوالۍ ته رسېدلي او په دولتي تاسیساتو کې ځای پر ځای شوي.

بله خوا د ملي دفاع وزارت وايي چې په کندهار کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د یاد ولایت په میانشین، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې اوښتې.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان ځواکونو چې هوايي ملاتړ هم ورسره و، تېره ورځ په یادو درې واړه ولسوالیو کې عملیات تر سره کړل چې په ترڅ کې یې ۴۲ طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د ملي دفاع وزرت وايي، په دې هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځای، څلور موټرسایکلونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یووړل شول.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې افغان چارواکي او طالبان تل یو بل ته د دغسې درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکې سرچینې یې ډېر کله تایید او یا هم رد نه شي کولای.

1 COMMENT

  1. جګړه یو مصیبت او ناورین دی خو د جګړي پیلوونکي ، دوام ورکونکی او جګړه غوښتونکي طالبان یو باغي ، د پنجابیانو او صفویانو اجیرې ډلې دي چې په ګران افغانستان کې د پښتنو د مېنو ورانوولو او د هغوی د وژلو لپاره استخدام شویدي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پرضد جګړه هېڅ شرعي او قانوني جواز نه لري . د یاغیانو وژل او له منځه وړل یو شرعي او قانوني عمل دی .
    ویاړ دې وي زمونږ پر ملي افغاني اردو او اسلامي وسله وال پوځ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب