جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهلویه څارنوالي: تېر کال د اداري فساد سلګونه دوسیې څېړل شوي

لویه څارنوالي: تېر کال د اداري فساد سلګونه دوسیې څېړل شوي

تاند (چهارشنبه د حوت ۶) لویه څارنوالي وایي تېر کال د اداري فساد سلګونه دوسیې څېړل شوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن چهارشنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل چې تېر کال د فساد ۲۶۶ لویې قضیې او ۱۵۲۵ عادي قضیې څېړل شوي دي.

د ښاغلي رسولي په خبره، د درنو جرمونو له لارې یې د قضیو د څېړلو له درکه د حکومت خزانې ته ۸۳ میلیونه او ۷۱۹ زره افغانۍ او د عادي قضیو له درکه ۳ میلیونه او ۵۴۸ زره افغانۍ د حکومت خزانې ته اضافه کړې دي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې د فساد ټولې قضیې څېړل کېږي او هر هغه څوک چې په فساد تورن وي د لویې څارنوالۍ لخوا به تعقیب کېږي او دوسیه به یې څېړل کېږي.

د جمشېد رسولي په خبره، د فساد پر وړاندې مبارزه د حکومت او لویې څارنوالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې پراخ فعالیتونه پيل کړي.

2 COMMENTS

  1. ښه خبر، خو که لویه څارنوالي مهرباني و کړي او را پور وړاندي کړي چې څو تنه کارکونکي یا باصلاحیته څارنوالان لري چې رشوت نه اخلي او یا استفاده نه کوي؟!

  2. ښه خبر، خو که لویه څارنوالي مهرباني و کړي او را پور وړاندي کړي چې څو تنه کارکونکي یا باصلاحیته څارنوالان لري چې رشوت نه اخلي او یا استفاده نه کوي؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب