جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهغزني کې د طالبانو له لوري ۱۶ برمته شوي ملکیان خوشې شول

غزني کې د طالبانو له لوري ۱۶ برمته شوي ملکیان خوشې شول

تاند (چهارشنبه د حوت ۶) د غزني سیمه ییز چارواکي مني چې په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د برمته شويو ملکیانو له ډلې ۱۶ تنه یې خوشې شوي او او ۸ نور لا هم له طالبانو سره بندیان دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي او ځینې مشران وايي چې دغه ملکي وګړي طالبانو په قرباغ ولسوالۍ کې برمته کړي و، چې ۱۶ تنه یې ترې بېرته خوشې کړل.

ددې ولایت د ولایتي شورا غړې فاطمه رحمي وايي، طالبانو یاد کسان چې د قرباغ، جاغوري او مالستان ولسوالیو اوسېدونکي وو پرون سه شنبې مازدیګر مهال خوشې کړل.

بلې خوا د غزني یو مخور عبدالمالک حبيبي ادعا کړې چې لا هم ۸ تنه تښتول شوي کسان د طالبانو په لاس کې دي او لامل یې هم نه دی معلوم چې ولې یې نیولي دي.

خو حبیبي زیاتوي چې طالبانو ویلي چې پاتې کسان به په راتلونکو څو ورځو کې خوشې کړي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب