یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: افغانستان تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې په ښه...

ولسمشر غني: افغانستان تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې په ښه دریځ کې دی

تاند (چهارشنبه د حوت ۶) ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان تر بل هر وخت زیات تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې دی.

ښاغلي غني دغه څرګندونې سه شنبه ماښام په ارګ کې د ولسي جرګې له مشر او یو شمېر غړیو سره په کتنه کې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغان سولې په هکله د ناټو پرېکړه یو فرصت وباله، چې په وینا یې اوس به یو اساسي حل ته د رسېدو لپاره جدي مذاکرات پيل شي.

نوموړي زیاته کړې، «افغانستان نسبت بل هر وخت ته ان شاءالله یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو برخه کې په یو غوره موقف کې دی…دا یو فرصت ده مخصوصاً د ناټو فیصله چې فیصله یې ونه کړله،یو لوی پیغام دی چې ان شاءالله د هغه خلکو ادعاګانې چې غوښتل یې خلک ورته په نانواتو ولاړ شي او په تسلیمي ختمیږي.اوس به ان شاءالله جدي مذاکرات چې یو حل ته ورسیږو زمینه به ورته برابره شي.»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ څو ورځې مخکې د افغانستان په هکله د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته څرګنده کړه چې د دې تړون د دفاع وزیرانو غونډې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا ایستلو په هکله تصمیم ندی نیولی.

په ورته وخت د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په دې ناسته کې د سولې خبرو کې د ځنډ پړه پر طالبانو واچوله او وې ویل چې طالبان د خبرو د درېدو اصلي لامل دي.

نوموړی وايي، طالبانو د داسې شرایطو په اېښودلو سره چې نه د افغانستان خلکو ته د منلو دي او نه هم د سولې د راتګ لامل کېږي، د سولې د خبرو میز یې پرېښی او په دې لټه کې دي چې د خپلې ډلې ګټې په خلکو وتپي.

افغان چارواکي په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې وړمه ورځ له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د مشرانو او غړیو تر منځ ناسته شوې.

دواړو لوریو ویلي چې خبرې به دوام ولري او مذاکراتي ټیمونه به د اجنډا د موضوعاتو په ترتیب خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني پرون له یو شمېر سیاسي مشرانو، محمد محقق، محمد کریم خلیلي او محمد یونس قانوني سره هم په جلا جلا ډول کتلي او خبرې یې ورسره کړي دي.

د ارګ د معلوماتو پر اساس په دې ناستو کې د سیاسي اجماع، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د تاوتریخوالي سملاسي پایته رسولو په هکله خبرې شوي.

2 COMMENTS

  1. افغانی غیرتی ملت اوس دا ټول رنګارنګ غلامان ( تنظیمونه ، کمونیستان ، طالبانو او دیموکراتان ) پیژندلی دی دا ټولی یادی ډلګکۍ د خلکو سترګو کښی خاوری نوره نشی اچولۍ !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب