یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسپینه ماڼۍ:په پوره احتیاط بین الافغاني مذاکرات څارو

سپینه ماڼۍ:په پوره احتیاط بین الافغاني مذاکرات څارو

تاند(چهارشنبه، د حوت ۶) ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جن ساکي په حواله راپور ورکړی دی چې واشنګټن په پوره احتیاط سره د افغان سولې پروسه تعقیبوي.

هغې ویلي، دوی په دې باور دي چې طالبانو له امریکا سره د تېر کال هوکړې ته ژمنتیا نه ده ښودلې او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی نو پر همدې بنسټ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره شوې.

نوموړې له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې د افغان سولې پروسه روانه ده او دوی یې پایلو ته په تمه دي.

په ورته وخت کې د پنټاګون ویاند جان کربي هم ویلي چې د دفاع وزیر لویډ اسټین د دوحې هوکړه ارزوي او له خپلو افغان متحدینو سره په مکرر ډول په تماس کې دی.

نوموړي ویلي چې پنټاګون شوې هوکړه په جدي توګه ارزوي او د ارزونې تر پای ته رسېدو وروسته ښایي اړینې پرېکړي ترسره شي.

سپینه ماڼۍ داسې مهال دا خبرې کوي چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم له نیوز ویک سره په خبرو کې ویلي، د بایډن ادارې ته په کار ده چې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا خپل سرتېري تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه باسي، نو ښایي دا کار د بین الافغاني مذاکراتو پروسه زیانمنه کړي.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان هوکړې ته ژمن دي، خو امریکا یې پر ژمنو عمل نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب