سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهچک جمهوریت وایي په افغانستان کې به خپل پوځي حضور ته دوام...

چک جمهوریت وایي په افغانستان کې به خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي

تاند (چهارشنبه د حوت ۶) د چک جمهوریت د ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په شمول جیګپوړو چارواکو په یوه کتنه کې فیصله وکړه چې په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.‌

دا مطلب په پراګ کې د افغانستان سفارت په خپله رسمي فیسبوک پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې څرګند کړی دی.

په اعلامیه کې د چک جمهوریت د حکومت له قوله راغلي چې، د ناټو د دفاع د وزیرانو (د فبرورۍ ۱۷ – ۱۸مې) په کتنه کې له شویو بحثونو څخه د دفاع د وزیر له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس، جیګپوړو حکومتي چارواکو په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د چک جمهوریت د اردو د راتلونکي په هکله خبرې اترې وکړې او دې نتیجې ته ورسېدل چې په افغانستان کې روان وضعیت خراب دی.

هغوی ویلي، «د امنیتي ځواکونو، حکومتي چارواکو، او ملکي خلکو پر ضد د بریدونو شمېر د تېرو کالونو په پرتله د ریکارډ په کچه زیات شوی دی. طالبان او نورې ترهګرې ډلې بریدونه ترسره کوي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوحه کې د سولې مذاکرات د شړېدلو په لور روان دي.‌»

د افغانستان د سفارت د اعلامیې په اساس، «د مجلس برخه والو هوکړه وکړه چې دغه حالت د ایتلاف پوځي ځواکونو ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه راوځي. د چک جمهوریت په شمول، متحدینو لا له هماغه پیل نه ټینګار کاوه چې د قاطع ملاتړ ماموریت پای ته رسېدل به په افغانستان کې امنیتي وضعیت پورې ارتباط ولري او د هغه مخکې شرط به دا وي چې د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ وشي. اوس وضعیت داسې نه دی او چک جمهوریت چمتو دی چې په دغه ماموریت کې کار ته دوام ورکړي.‌»

د چک جمهوریت حکومت ویلي چې، د قاطع ملاتړ ماموریت په هکله پرېکړه به متحدین په ګډه کوي او په افغانستان کې د هغوی د پوځي حضور اصلي هدف دا دی چې په دغه هېواد کې سوله او ثبات راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب