Homeخبرونهد ملي اردو ۸۰ ښځینه منسوبینې د زده کړو لپاره هند او...

د ملي اردو ۸۰ ښځینه منسوبینې د زده کړو لپاره هند او اماراتو ته ولېږل شوې

تاند (سه شنبه د حوت ۵) وروسته له دې چې طالبانو د افغانستان پر ډېره برخه خاوره د کنټرول دعوه وکړه، د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه د هېواد په ۹۰ سلنه خاوره حاکمیت لري.

ملت ته د دفاع وزارت د حساب ورکولو په خبري ناسته کې ددې دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل نن سه شنبه په خپلو خبرو کې وویل، افغان ځواکونه د هېواد په ۹۰ سلنه خاوره کنټرول لري او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د ښاغلي میاخېل په خبره، د سولې په خبرو کې به په امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ راز معامله و نه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغان ځواکونه د تجهیز په برخه کې هېڅ ستونزه نه شته او په وینا یې ۹۷ سلنه نظامي عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال دغه راز په افغان پوځ کې د ښځینه منسوبینو په هکله وویل چې تېر کال د دفاعي ځواکونو په لیکو کې ۳۹۰ مېرمنې جذب شوي، چې له ډلې یې ۸۰ تنه اماراتو او هند ته د نظامي زدکړو لپاره لېږل شوي.

شاه محمود میاخېل، په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او ناامنیو د زیاتوالي په هکله وویل، د طالبانو د زندانیانو د خلاصون سره تمه دا وه چې دغه ډله به تاوتریخوالی را ټیټ کړي، خو په وینا یې داسې ونه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...