جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېافغان سوله او زموږ د رسنیو مسوولیت

افغان سوله او زموږ د رسنیو مسوولیت

لیکوال: ګل احمد احسان 

پر دې نه غږیږو چې رسنۍ په ټولنه کې څومره ارزښت لري ځکه اوس هرڅوک پوهېږي چې حتی د نړۍ چارې هم رسنۍ تنظیموي. دا د ټولنې یوه لویه اړتیا بلل کیږي او باید چې په ښه ډول مدیریت شي.

په نوره نړۍ کې رسنۍ د بیان د ازادۍ ترڅنګ په هیڅ صورت خپل ملي ګټي او مسائل نه څنډې ته کوي، هلته خلکو ته تر هر څه خپل ملي یوالی، ارام ژوند او ملي ګټې مهمې دي، دهمدې مهمو برخو د لا پیاوړتیا لپاره يې رسنۍ پر دولت او مسولینو هره ورځ توندې نیوکي کوي، هره ورځ پرې څېړنې کوي، اسناد پلټې ترڅو په یوې نه یوې دولتي یا خصوصي ادارې کې ستونزي پیداکړي، ملت ته يې وړاندې کړي. پر دې موضوع هم بحث شاید ډېر وخت وغواړي چي هغوی څه ډول رسنیز فعالیتونه کوي مګر اوس به د افغانستان پر رسنیو لږ خبري وکړ.

افغان رسنۍ

د ۲۰۰۱ کال راهیسي تر ۲۰۲۱ پورې افغانستان کې خورا ډیري رسنۍ او رسنیز مرکزونه جوړ شوه چې د ګڼو راډیوګانو ترڅنګ اوس په لسګونه ټلویزیوني چینلونه، ورځپاڼې، خبرې اژانسونه، او ویب سایټونه پراخ رسنیز فعالیتونه ترسره کوي، چې دا یوه لویه لاسته راوړنه او د ټولنې د پرمختګ یو ښه زیری هم دی. 

د بیان د ازادۍ ددې سترې لاسته راوړنې ترڅنګ په خواشینۍ سره باید دا هم ورزیاته کړو چې متاسفانه ځیني رسنۍ یوازې په نوم رسنۍ او د بیان د ازادۍ څخه ناسمه ګټه پورته کوي، یوازې د یوې محدودې کړۍ او خپلو لنډمهال اهدافو لپاره کار کوي، دلته د یاد ډول رسنیو نومونه نه اخلو ځکه هرڅوک اوس ښه پوهیږي، چې اصلي او دوهم لاس رسنۍ کومي دي.

راځو اصلي خبرې ته!!

د سولې پروسه د یوې یا دوو ورځو خبره نده، دا اوږدمهاله او له خورا سترو ننګونو او مسائلو سره مخ کېدونکې پروسه ده، دلته ددوه کسانو ترمنځ د سولې خبره نه ده چې په یوه ورځ دي پای ته ورسېږي بلکې په جګړه کې د ښکیلو خواوو لپاره ډېر وخت او تېریدونو ته اړتیا شته.

په نورو هیوادونو کې هم په سوله کې رسنیو ښه رول درلود، حتی د جګړې ددواړه لورو لپاره يې د خبرو بستر هوار کړی، ټولي چاري يې تنظیم کړي او دواړه لوري يې مجبور کړي چې له جګړې لاس په سر شي چې ددې ښه مثال د کنیا هیواد دی،تاسي يې د سولې پروسه او هلته د رسنیو پر اغیزې مالومات هم کولای شئ، همدا رسنۍ وې چې د جګړې دواړه لوري يې خبرو ته کښېنولې، په کنیا کې رسنیو ګډ کاري پلانونه جوړ کړه، پراخ تبلیغات او پوهاوی يې رامنځه کړ او بلاخره سوله يې منځه راوړه.

که څه هم افغانستان کې ځینو رسنیو تر یو بریده د سولې غږ پورته کړی مګر متاسفانه څومره چې د ملت غوښتنه ده په هغه شان يې سولې ته کار نه دی کړی. زه په دې باور یم چې تر اوسه به د رسنیو مسولینو خپلمنځي ناسته هم نه وي کړې ترڅو پردې خبري وکړي چې د سولې مذاکراتو او ددې پروسې د ملاتړ لپاره کوم ګډ پلانونه جوړولای شي،او یا پر دې غږېدلي وي چې په یاده برخه کې له رسنیو څخه د ملت غوښتنه څه ده؟

بدبختانه لاهم دلته رسنۍ د سولې د پیغامونه او پوهاوي لپاره د تبلیغاتو او مالوماتو خپرولو مقابل کې مادي ګټه غواړي. دلته لاهم ځینو رسنیو د سولې لپاره ځانګړې پلانونه نه دي تطبیق کړي، دا مالومه خبره ده چې جګړه نه یوازي د جګړې ددواړه لورو په ګټه نه ده بلکې ملت ته يې هم پرته له وژنو او ویرونو کومه ګټه نده راوړې. که سوله راشي ملت به له کړاوونو راووځي او د ټولنې د نورو برخو ترڅنګ به رسنۍ لاهم وغوړېږي او د هیواد ټول شته بنسټونه به پرمختګ وکړي.

که څه ځیني رسنۍ شته چې تل يې په خپلو پروګرامونو او رسنیزو فعالیتونو کې د سولې راتلو ته ځانګړې پاملرنه کړې، تبلیغات يې کړي او په دې برخه کې يې د ملت غږ پورته کړی مګر دا بسنه نه کوي، د ولسونو تمه داده چې رسنۍ تر خپلو ګټو ډېر ملي ګټو ته ډېره پاملرنه وکړي ترڅو یوې دایمي سولې ته ورسېږو او ټول په ګډه خپل وطن کې پرته له چاودنو، وژنو او بمباریو ارام او هوساه ژوند ولرو.

ټول ملت له جګړې ستړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب