شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeټولنیز پرانستی لیک | سیدشاه خروټی. لندن

 پرانستی لیک | سیدشاه خروټی. لندن

زه او ته له ماشومتوب راهیسې سره وران و خو په ماشومتوب کې زه ‌‌‌‌‌‌ډېر غښتلی او ته چالباز وې. کله به چې زموږ ترمنځ ټکر راغی نو ته ښه پوهېدې چې بری به زما او ماته به ستا په برخه وي خو بیا به دې هم خپله هڅه کوله چې راباندي زور شې. موږ د زوکړې له ورځې راهیسې یو ځای يو. زه چې هر چیري ځم ته راسره یې، چې هرڅه کوم, ته مي ملګری یې خو لکه بنه مې چي يې, په هر څه کې راسره مخالفت کوې. په ماشومتوب کې به ښوونکو، مشرانو, مور او پلار ستا طرفدارې کوله. که څه هم موږ همځولي يو خو تل دې ځان غټ راباندې ګڼلی. په هره خبره کې دا مه کوه! دا وکړه! دا ښه دی، دا ښه نه دی! راته وایې. له ماشومتوبه مې چې د ځوانۍ په لخکي پښه کښېښودله نو زما هیڅ داسې کار نه و چې تا به نیوکه نه پرې کوله، زما په هر کار کې به دې غرض و, خو ما هم تر خپله وسه هیڅ نه دې درسره منلي.له وخت تېرېدو سره درسره اموخته شوم، اوس لکه د ژوند ملګري په هر کار کي مشوره درسره کوم خو دا په دې مانا نه ده چې هره خبره دې منم. اوس ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه ملګري یو خو دښکلو په شان کله ناکله بې وفایې راسره وکړې؟ هغه وخت چي زه غوسه شم, په ځان نه پوهېږم او ډېره اړتیا درته لرم، ته مې يواځې پرېږدې، راڅخه ولاړشې. چي کله بېرته راشې نو ما په خپل کار ملامتوې.
دا منم چي ما کله هم ستا په خوښه کوم کار کړی دی ګټه مي کړې ده خو دا خبره به راسره منې چي هر کار باید ستا په  خوښه ونشي بلکې ځینې کارونه باید زما په خوښه هم ترسره شي ځکه چي ته لکه د نن زمانې کاپيټالیست یا سیاستوال په شان تل ګټي ته ګورې.
زما او ستا ترمنځ لوی توپیر دا دی چې زه چې څومره ساده او د دنیا له رنګونو څخه پاک یم هغومره ښکلی یادېږم خو ته چې څومره رنګين، چالاکه او مکار یې خلک دې خوښوي. موږ د خدای ورکړه یو خو زه د خدای په ذکر غوړېږم، او د انسانانو په خدمت پاکوالی او ښکلا مومم. خلک د ښه او بد، نرم او سخت، ښکلی  خ. کوچنی او غټ نومونه راته اخلي.
ته بیا د ښکلو خصلت لرې,هر کس دې په لټه کې وي. خلک دې په پوهنتونونو، ښوونځيو او مدرسو کې لټوي. د ځینو په نصیب شې او ځینې بیا په پوهنتونونو کې کلونه درپسې تېر کړي خو بیا هم بې تا ګرځي او د داسې کس لپاره پښتانه یو متل لري چې عقل یې ویشو دی ویده و. ما او تا لازم او ملزوم یو,له یو بل څخه نه بېلېدونکي يو .هر سړی ما ښکلی او ساده خو تا بیا ډېر غواړي. هر سړی زړه ښکلی خو عقل ډېر غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب