جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد لویو لارو ۱۳۵ او د کابل دروازو ۵۱ تنه منسوبین له...

د لویو لارو ۱۳۵ او د کابل دروازو ۵۱ تنه منسوبین له دندو ګوښه شول

تاند (شنبه د حوت ۲) د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې د هېواد د لویو لارو ۱۳۵ او دغه راز د کابل دروازو ۵۱ تنه منسوبین د غیر قانوني اخاذیو په تور له دندو ګوښه شول.

ښاغلي اندرابي نن شنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین او اړوند ټیمونه په دې برخه کې د اصلاحاتو راوستو په خاطر کار کوي.

بایل وویل شي چې تر دې مخکې د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ویلي و چې د لویو لارو د ستونزو هوارولو ته به پر وخت رسیدګي کیږي.

مسعود اندرابي پرون جمعه د ترانسپورټي شرکتونو له مسؤلینو سره په لیدنه کې هغوی ته پر لویو لارو د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې وه چې د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته دنده سپارل شوې څو د لویو لارو د ستونزو هواري پخپلو کاري لومړیتوبو کې ونیسي او هره ورځ د خپل کار نتیجه له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړي.

د یادونې وړ ده چې له شااوخوا تېرو درې اونیو راپدېخوا د بار وړونکو موټرو چلوونکو کاري اعتصاب پیل کړی و.

د موټر چلوونکو په وینا چې پر لویو لارو له دوی څخه په غیر قانوني ډول پیسې اخیستل کیږي او په وینا یې وهل ټکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...