جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصالح: پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي

صالح: پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي

تاند(شنبه، د حوت ۲) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې له طالبانو د پاکستان هر اړخیز ملاتړ اوس هم دوام لري.

صالح زیاته کړې، چې پاکستان هممهاله غواړي دوه کارونه مخته یوسي او هغه دا چې دا هېواد هم د طالبانو وسله وال ملاتړ کوي او هم د دې ډلې د ستراتیژیک ملاتړي په توګه هڅه کوي ځان نړۍ ته د سولې غوښتونکی وښیي.

نوموړی زیاتوي، که چېرته طالبانو سره د پاکستان وسله وال ملاتړ نه وي نو دا ډله شپږ میاشتې هم دوام نه شي پیدا کولی.

صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابلوف اسلام اباد ته د رسمي سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې او کابلوف د پاکستان د هڅو ستاینه کړې ده.

د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې درې ورځې مخکې یې په یوه مرکه کې په ډاګه کړې وه، چې ددوحې د سولې پروسه بې مانا ده او په افغانستان کې باید لنډمهاله ایتلافي حکومت جوړ شي.

1 COMMENT

  1. هغه متل دی چې وایي : ږیره زما او واک یې د ملا.
    وطن د افغانانو دی او سوله مونږ ته پنجابیان او روسان راولي .
    د پنجاب او روس دوه مخی جاسوس د شورای نظار ډلګۍ یو بړېڅی هم د باجوه مېلمه دی ، دوی به یوځل بیا هغه پخواني یادونه او پروتوکولونه را تازه کړي وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب