شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهدوه نړۍ والې کمپنۍ په امېدوارو مېرمنو کې د کروناوایرس ضد واکسین...

دوه نړۍ والې کمپنۍ په امېدوارو مېرمنو کې د کروناوایرس ضد واکسین په مؤثریت څېړنې کوي

تاند (شنبه د حوت ۲) فایزر آی اېن سي او بایو اېن ټېک سي کمپنیانې وایي، په نړۍ کې یې په ۴۰۰۰ رضاکارانو باندې یوه څېړنه پيل کړې چې په امېدوارو ښځو کې د کروناوایرس ضد واکسینونو مؤثریت معلوم کړي.

ډاکتران او د طبي چارو څېړونکي وایي چې په امېدوارو مېرمنو کې د کووېډ-۱۹ د انکشاف او اختلالاتو خطر ډېر موجود دی.

دغه کمپنۍ وایي، په متحده ایالاتو کې امېدوارو مېرمنو وار له مخه د کروناضد واکسین لومړي دوزونه اخیستي دي.

د فایزر کمپنۍ د واکسین د کلینیکي څېړنې او انکشاف د چارو مرستیال ډاکتر ویلیام ګروبر په یوه مرکه کې وویل چې کېدی شي د هغوی کمپني د څېړنې نتایج د ۲۰۲۱ میلادي کال په څلورمه ربعه کې ترلاسه کړي.

ویل کیږي چې، تر اوسه پورې چې کوم معلومات ترلاسه شوي، ښیي چې هغه امېدوارې مېرمنې چې په کووېډ-۱۹ اخته شوي دي په هغوی کې ناروغي د نورو خلکو په پرتله سخته وي. دغه راز، هغوی د هغو امېدوارو مېرمنو په پرتله چې په کروناوایرس نه دي اخته شوي، د امېدوارۍ پر وخت، له وخت نه د مخکې زېږونې په څېر، اختلالات لري.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب