یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېراځئ په ګډه د هېواد پر ضد د روانو توطیو مخه ونیسو

راځئ په ګډه د هېواد پر ضد د روانو توطیو مخه ونیسو

شهزاد آریوبي/ په پراګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر

ټول خپل غږونه پورته کړئ،‌ له خپلو قلمونو څخه کار واخلئ، یو بل ته لاسونه سره ورکړئ، څو زمونږ ټولو ناولی دښمن ونشي کولی چې زمونږ د ګران هېواد د ویجاړولو لپاره خپلې توطیې عملي کړي.

د افغانستان دښمنان او د هغوی داخلي او خارجي شریکان اوس غواړي یو نوی پلان پرمخ بوځي او د عمل جامه ور واغوندي. هغوی کله د اسلامي حکومت او کله د موقت حکومت خبرې کوي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې اسلامي حکومت حاکم دی، نظام له ګڼو ننګونو سره سره د انتخاباتو له لارې واک ترلاسه کړی دی، اساسي قانون د اسلام د مقدس دین په اساس جوړ شوی دی.

دا زمونږ ټولو مسؤلیت دی چې د دغو پرله پسې توطیو مخه ونیسو. دا زمونږ مسؤلیت دی چې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو چې شپه او ورځ د افغانستان د بې وزلو ملکي خلکو د قاتلینو پر وړاندې د مبارزې په سنګر کې سختې شپې او ورځې تېروي او خپل سرونه یې په لاسونو کې نیولي دي، ځاني، مالي او اخلاقي دفاع وکړو.

مونږ باید اجازه ورنه کړو چې زمونږ دښمنان تازه بیا جوړشوي ښارونه، کورونه، ښوونځي، روغتونونه او په ټوله کې بیارغول شوې او نوې رغول شوې بېخبناوې د پخوا په څېر ویجاړ کړي.‌ مونږ باید د دې مخه ونیسو چې زمونږ دښمنان د ماشومانو ذهنونه مغشوش کړي، بیا ګډوډي جوړه کړي او افغان انسان یو ځل بیا په هېواد کې دننه او خارجي هېوادونو ته کډه کولو ته مجبور کړي.

دا صحیح ده چې نظام به ستونزې لري، اداري فساد به وي، د کدرونو ظرفیت به لوړولو ته اړتیا لري، خو د ستونزو د حلولو لپاره باید لاس په کار شو، او اجازه ورنه کړو چې د سپږې لپاره ټول پوستین ته اور ورته واچول شي.

مونږ په ۱۳۷۰مو کالونو کې په افغانستان کې د پخواني شوروي پلوه نظام له ړنګېدلو څخه وروسته حالات د سر په سترګو ولیدل، مونږ هغه حالات ولیدل چې افغان انسان له لوږې مړ کېده، ښځې او نر د ګاونډیو هېوادونو په سرحدي دروازو کې سپېره مخونه ولاړ وو او پتمنو او عزتمندو مشرانو او کشرانو مو د ګاونډیو هېوادونو د خلکو خدمتونه کول خو د هغوی له خوا به تحقیر او توهین کېدل.

زه یو ځل بیا غږ کوم چې د نظام ملاتړ زمونږ د نن ملاتړ دی، د نظام ملاتړ زمونږ د سبا ملاتړ دی، د نظام ملاتړ زمونږ د راتلونکو نسلونو او د هغوی د ښېرازۍ ملاتړ دی، او که یو بل ته سره لاسونه ورنه کړو او خدای مه کړه موجود نظام د پردیو او ګاونډیانو د دسیسو ښکار شي، بیا به کالونه کالونه سره ورک شو، خراب شو، ویجاړ شو، بیا به مو کالونه کالونه هېواد د غرضي ګاونډیانو لپاره د ناچلو توکو د پلور مارکېټ وي او بیا به کالونه کالونه زمونږ رڼې اوبه د کومې اجورې له ترلاسه کولو څخه پرته ګاونډیو هېوادونو ته وړیا وربهېږي خو مونږ به له تندې مرو.

2 COMMENTS

  1. یو دردیدلی او پوه افغان باید ټول افغانان په نظر کی ولری. دجنګ دواړه افغانی خوایی باید سره یوځای کړی او ددواړو په مینځ کی د خلاف میدان کوچنی کړی. ددواړو طرفو تقاضا ته دحل او نرمی لیاره ولټوی.
    که نظام رښتیا هم کامل اسلامی وای نو بیا به هیچا د هغه په هکله مخالف نظر درلود. دلیکونکی په نظر اساسی قانون اسلامی ده خو دهغه دمخالفینو په نظر داسی نده. نو چه سوله غواړی لیکونکی باید حاضروی چه د مخالف خبری واوری او دسولی په خاطر دمخالف خبره ومنی. په خپله خبره سرټمبګی دسولی ضمانت نشی کولی.
    شل کاله تیر سوو او دافغان ملت د نظام په مقابل کی جبهه ونیوله او د امریکایی منابعو د تحقیق په اساس اوس دافغانستان یوپنځوس سلنه د تالبانو په لاس کی ده. نوکه دیوی دقیقی په وخت کی دا ومنو چه حکومت د انتخاباتو له مخی راغلی بیاهم هغه د اقلیت له خوا انتخاب سوی.
    اسلامی حکومت راوستل ددیموکراتیک ارمان په ځای کول دی. اوس چه د افغانستان اساسی قانون دسرمایداری اقتصادی نظام راولی او دملحدو بشری حقوق غواړی نو چیری اسلامی حکومت اوسنی نظام غواړی؟
    موقت حکومت د نظام داصلاح لیاره ده او دسولی دراوستو اسانه طریقه. غنی به له مینځه ځی او بیطرفه کسان به راځی او دراتلونکی نظام په سر به خبری کوی. دموقت حکومت راتلل دوطن سره مینه ثابتوی نه له هغه سره خیانت. موقت حکومت به دزیربناو د ساتلو ضامن وی او د جنګ لیاره به بنده وی. دموقت حکومت ردول به دغنی او د هغه ددارودستی ساتل وی او دا به دنور جنګ او خونریزی عامل وی. په اخره کی به هغه زیربناوی چه جوړی سوی هغه به د دجنګ له لیاری وسوځیږی.
    یوسفیر باید لنډ نظر ونلری او د افغانستان، نه دڅو کسانو په ساتلو، په خیر باندی فکر وکړی. هغه باید متوجه وی چه داوسنی نظام ددفاع کولو مانا دجنګ درازیدل دی. دا جنګ به دنظام مدافعین او مخالفین خوری او په نتیجه کی به هره بدبختی اوږدیږی.

  2. دسفاکانو ،فاسدو ،مافیاوو ،په نوم هسې اماتورو ګوداګیانو شمیره
    یوه پاچا خپل وزیرته وویل چې ددې ښار همدا فاسدین وشمیره وزیر وویل دا ډیر اوږدیږی که حکم وکړې زه به ددې ښار پاک،بیطرفه ،مخلص ، بې ګناه چې دسهامی شرکت هیڅ غړیتوب نه لری وشمیرم.
    سفیره! تا دچرګ کیسه کړې ده وایی چرګ او مالګه څټل .ته داټول مالی ،لوژیسیتیکی،پوځی ،اوعملیاتی ګوډاګیتوب ته چې له تریلیون دالرو څخه اوړی دسپږې او پوستین مثال ورکوی عجب سفیر می ولید ! دا د کومې توطیی بیلګه ده. دافغانستان کړکیچ کې یوشمیر کورنی او بهرنی سفیران د اجنتانو به ډول رادانګی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب